نظــر

په غربي نړۍ کې ځان وژنې

غلام عمر عبدالله

د ځينو راپورونو او څېړونو له مخي تېر کال په ټوله نړۍ کي اتيا زرو کسانو ځان وژنه کړې ده.

چي په دې حساب سره په هرو څلور ثانيو کي يوه انسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

او دا ځان وژني تر ډېره په هغو هيوادونو کي ترسره شوې ده چي د صحت، صنعت او امنيت په حساب په ټوله نړۍ کي مکښ هيوادونه دي.
لکه:
– فرانسه.
– سويډن.
– امريکا.
– جاپان.
– بريطانيا.
– جنوبي کوريا.
– او دې ته ورته په نورو پرمختللو هيوادونو کي.

په داسي حال کي چي د غربي هيوادونو په پرتله په اسلامي هيوادونو کي فقر، غربت، استعمار، ظلم، استبداد او ټولنيزه بې عدالتي ډېره زياته ده، خو بيا هم الحمدلله د دغو شېر پېښو زرمه اندازه پېښي هم نه دي رامنځته شوي.

دا ځکه چي مسلمانان هغه ستره معنوي پانګه (ايمان او عقيده) لري چي د غربي او پرمختللي نړۍ اوسېدونکي له دې شتمنۍ څخه بې برخي دي، مسلمانان د همدغه ايمان او عقيدې په اساس، باور لري، چي موږ له کوم ځای څخه راغلي يو، په کوم ځای کي اوسېږو او بېرته چېري ستنېږو.

مسلمانان په دې عقيده لري، چي په دنيا کي پر انسانانو کوم حالات (فقر، شتمني، غم او خوشحالي، صحت او ناروغي، کاميابي او ناکامي، مرګ او ژوند) راځي دا ټول د ستر رب په حکم او اراده سره راځي.

او دا تول حالات د لنډ وخت لپاره وي، نو ځکه د دنيا د حالاتو په ادلون او بدلون سره نه غمجن او نه پرېشانه کېږي.

او مسلمان په دې عقيده لري چي په دې دنيا کي زموږ ژوند د لنډ وخت لپاره دی ، موږ په دې دنيا کي د خپل عمر يوه لنډه برخه د دې لپاره تېروو ترڅو د اخرت ابدي او حقيقي ژوند پکي جوړ کړو، همدا عقيده ده چي مؤمن ته يې معنوي او روحي ډاډ او سکون ورکړی، له اضطراب او خفګان څخه يې ژغورلی دی.

خو; د غربي نړۍ د وګړو فکر او عقيده پر مادياتو او مادي وسايلو جوړه ده، دا چي مادي نظام تل په تغير او بدلون کي وي، او هيڅ کله انسان ته دايمي خوښي، سکون او اطمئنان نه شي ورکولی، نو همدا سبب دی چي په غربي نړۍ کي د ځان وژني پېښي ډېري ترسره کېږي.

يو عالم فرمايي:

– په زړه کي يو تش او خالي ځای دي، چي دا په هيڅ شي سره نه ډک کېږي پرته له دې چي انسان خپل رب ته متوجه شي.

– په زړه کي يو ډول وهم او ډار موجود دی، چي دا وهم او ډار د الله له محبت پرته په بل هيڅ شي سره له منځه نه ځي.

– او په زړه کي يو ډول غم او پرېشاني شته، چي هغه د الله له رضاء او خوښۍ پرته په بل هيڅ شي سره له منځه نه ځي.

موږ په خپله اسلامي ټولنه کي ډېر داسي کسان وينو چي دوی به په ښار او بازار کي د زرو يا دوه زرو پيسو شيان په لاس او کراچي کي پلوري.

خو کله چي د اذان ږغ واوري، نو خپل پر کراچۍ به ټکر او سايه وان را تاو کړي او د مسجد په لوري به حرکت وکړي.

په ډېر ډاډ او سکون سره به پر لمانځه ودرېږي او په تکبير ويلو به پيل وکړي، داسي احساس به کوي، لکه د ټولي ځمکي د سر شتمن کس چي هم دی وي.

يو مسلمان څېړونکی او عالم د غربي ټولني په اړه وايي:
– په غربي ټولنه کي ودانۍ ډېرې لوړي او غتي شوې خو کورنۍ په کي وړه شوه.

– که څه هم د غربي ټولني صنعت او مادي تمدن ډېر مخته ولاړ، خو هغوی ټول معنوي او بشري ارزښتونه له لاسه ورکړل.

– هغوی که مريخ او سپوږمۍ ته وختل، خو د خپل نږدې ګاونډي له حال او وضعيت څخه بې خبره دي.

– د هغوی ذکاوت او زرکتيا که ډېره شوه، خو حقيقي پوهه (د الله پېژندنه) ، عقلانيت او هوښياري يې له لاسه ورکړل.

– غرب په طبابت کي ډېر څه تر لاسه کړل، خو د فحشاء او بد اخلاقۍ له وجهي په داسي ناروغيو اخته شول چي دوی يې له علاج څخه عاجزه شوي دي.

– او بلآخره غرب له ټولي نړۍ سره وصل شو، خو انساني عاطفه، رحم او مهرباني يې له لاسه ورکړل.

غلام عمر عبدالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غلام عمر عبدالله صاحب سلامونه اونیکی هیلی مو ومنی ! الله ج دی اجرونه درکړی لویدیز کی د ځانوژنو لیکنه کی دی زما د زړه ، له پند اوعبرته ډکی اموزنده مسایل ځای په ځای کړی وو زه به هم یو څو ټکی ورسره زیات کړم او هغه داچه: مونږ په یو خارجی غیر مسلمان هیواد کی هستوګنه لرو، د سایکاتریک ډاکترانو به نوم د یو ډول داکترانو نوم اورو ناروغان یی تر نورو ډاکترانو زیات وی . د دغه ډاکترانو د یو داکتر سره می په همدی اړه خبری کولی پوښتنه می تری وکړه چه د اسلامی هیوادو پرتله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x