نړۍ

د ناروې حکومت د قرانکريم د توهين د مخنيوي امر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وړمه ورځ په ناروې کې يوه سخت دريځه اسلام دښمنه ناروېجن سړي «لارش تهورسن» د خلکو او پوليسو په مخکې قرانکريم ته اور ورته کړ، خو يوه ترکي مسلمان ځوان پر دغه سخت دريځي ترهګر د لغتو ګزارونه وکړل او هماغه مهال نوموړی ځوان د پوليسو له لوري ونيول شو.

د ناروې د پوليسو عمومي کمشنر بينډيکټ بیورنلانډ ويلي، د قرانکريم توهين او پاروونکې ويناوې د جزا قانون څخه سرغړونکی جرم بلل کيږي او که په راتلونکي وخت کې داسې هڅه وشوه، پوليس به يې مخنیوی کوي.

د پوليسو مشر ويلي، هر څوک بايد لږ تر لږه دومره ووايي، چې دا کار د قانون مخالف دی او پوليس به هم مداخله کوي.

د ناروې رسنۍ وايي، پوليسو هغه سخت دريځی ترهګر «لارش تهورسن» قرانکريم ته د سپکاوي په جرم نيولی دی.

په ناروې کې د مسلمانانو اتحاديې د قرانکريم د توهين پر خلاف حقوقي هلې ځلې پيل کړي او په محکمې کې يې د يوه وکيل په مرسته عریضه کړې، چې د لارش تهورسن پر خلاف د قرانکريم د توهين دوسيه رسمي شي، هغه ته سزا ورکړل شي او په راتلونکي وخت کې د داسې کړنو مخنیوی شي.

په ناروې کې د مسلمانانو د اتحاديې غړي محمد الياس د پاکستان «جنګ» ورځپاڼې ته ويلي، د اسلام ضد «سيان» سخت دريځه ډله په ټول هېواد کې منفوره ده، خلک يې خپلو پروګرامونو ته نه غواړي، لارش تهورسن د دې ډلې غړی دی او هڅه يې کوله، چې د قرانکريم  د سوځولو له امله هلته د مسلمانانو جذبات راوپاروي او نړۍ ته يې سخت دريځي معرفي کړي، خو د ياد سخت دريځي ترهګر له دغې هڅې وروسته په ناروې کې د حکومت او عامو خلکو له لوري له مسلمانانو سره خواخوږي زياته شوې او خلک د اسلام قبلولو لپاره جوماتونو او اسلامي مرکزونو ته ورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdulmajid

اوس به عام خلک داسلام په هکله خپل پوهاوی زیات کلی چی دی سره به دیرخلک اسلام ومنی انشاءالله.

اجمل

Abdulmajid ته: ترهغو چی دا طالبان وی د اسلام نوم به له خاورو سره خاورې وی. نه به اسلام کوم اهمیت لری او نه هم قرآن یی. یو وار اروپا یا امریکی ته سفر وکړه او ځان د افغان په نوم معرفی کړه بیا به تا ته پته ولګیږی چی ستا اهمیت او ارزښت څومره ده.

masoom afghan

نن مې له یوه ملګري څخه د قران کریم دې پیشې په اړه وپوښتل!
هغه داسې وویل!چې دا د یو فلم د ساین منظر جوړولو لپاره ډیرو ډمانو ته ویل سوي و مګر څوک نه ورته تیاریدل
د(سیان)سخت دریځې ډلې د ساین قبول کړ
دوۍ ته د ویل سوي و چې که چیرته مسلمانانو سخت دریځي وکړه بیا به ترې تیر شو والله اعلم

غمی.پښتین

جوړ تازه،
افغانستان کی په زرګونه ټوکه قران شریف وسوځول شول،لکه،
جوماتونو کی ځانمرګی
طیارو بمبارونه په مدرسو او په جوماتونو کی،
بیاهم مڼنه نارویژیانو،

اجمل

تیر کال د سیرت نبی (ص) د میلاد د لمانځلو په وخت کابل کی په سلګونو قرآنونه وسوځول شول، د قرآن حافظان هم ورسر تریشل شول مسؤولیت یی هم طالبانو پر غاړه واخیست جی دا جهاد دوی کړی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x