افغانستان

د لوګر په ښوونځیو کې د زده کوونکو د جنسي ځورونو د قضیو رابرسېروونکی مدني فعال ورک دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل):  د لوګر ولایت  د یوې مدني ټولنې رییس «موسی محمودي» په کابل ولایت کې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی.

د موسی محمودي نږدې ملګرو طلوع نیوز ته ویلي، چې نوموړی له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا د کابل ښار له منځه نادرکه شوی.

موسی محمودي، چې په لوګر ولایت کې د یوې مدني ټولنې ریاست په غاړه لري، څه موده وړاندې یې طلوع نیوز ته خبر ورکړ، چې په یاد  ولایت کې ۵۰۰ تنه ماشومان چې د ښوونځي زده کوونکي هم پکې شامل دي، له جنسي پلوه ځورول شوي.

د موسی محمودي د نیولو خبره، نن پخواني ولسمشر «حامد کرزي» هم وغندله او زیاته یې کړه « که نوموړی د ملي امنیت له لوري نیول شوی وي، دا یو ډېر ناوړه کار دی.»

یاده دې وي، محمودي تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې نوموړی تهدید او په مرګ ګواښل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x