
غني: ټرمپ ډاډ راکړی، چې سوله به له افغان حکومت سره په همغږۍ پرمخ وړل کېږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وایي، د افغان حکومت له مالکیت پرته سوله راتلای نشي او ټرمپ ورته ډاډ ورکړی، چې حکومت به د سولې په پروسه کې همغږی کوي.
غني، چې د امریکا د کانګرس له پلاوو سره یې په ارګ کې خبرې کولي، وویل « پایداره سولې ته د رسېدو لپاره باید دغه پروسه د افغان حکومت په مالکیت او رهبرۍ ترسره شي او موږ د هغې د تحقق لپاره د سولې اوه ماده یي طرحه ترتیب کړې چې په هغه کې عمده ګامونه د کورنۍ اجماع نویوالی، په کورنۍ کچه دوامداره مشورې، په سیمه ییزه، اسلامۍ نړۍ او بین المللي کچه خبرې شاملې دي.»
نوموړي زیاته کړې « ولسمشر ټرمپ ډاډ راکړی، چې د سولې پروسې په اړه د فعالیتونو څرنګوالی به له افغان دولت سره په مشوره او همغږۍ پرمخ وړل کېږي.»
نوموړي ددې تر څنګ د کانګرس غړو ته ډاډ ورکړی، چې افغان امنیتي ځواکونه غښتلي شوي او کولای شي امنیت ټینګ کړي.
غني داسې مها ل د سولې د بریا لپاره د افغان حکومت مالکیت شرط بولي، چې شنونکي وایي، حکومتي چارواکي د سولې په تړاو یوه خوله نه دي او ډېر وخت ددې دنظرونو تنوع او له یو بل سره مخالفت د سولې په پروسه کې ځنډ او خنډ رامنځته کوي.
د غلام غنی همدا خبره چه وایی ترمپ ( لوی لونډ ) یا لوی بادار ډاډ راکړی یعنی میکپ وکړه ځان ښکلی او مونږ خوشاله ساته بیغمه اوسه دغه هیواد زمونږ مستعمره وه تاسی به د ارګ په پالنګ ( تخت ) ناست یاست څوک مو نه شی لیری کولای . وایی مونږ ته ترمپ ډاډ راکړی چه( د طالبانو سره خبری به یی په همغږی وی ؟؟؟؟) ترم پ څوک دی چه تاسی ته ډاډ درکوی او ایا طالبان بل هیواد دی چه تاسی او امریکا به یی په اړه همغږی لری طالبان د دی هیواد تبعه ده د… نور لوستل »
غنى بى مغزو متفکر!
دورځي خوب ليدل ښه تعبير نلرى. شايد دا دى د ژوند اخرنى شيبى وى.