افغانستان

کابلوف: د طالبانو او کابل حکومت تر منځ د ګډونوالو پر سر اختلاف د «بیجینګ» ناسته ځنډولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» وايي، د بیجینګ په بین الافغاني ناسته کې د ګډونوالو پر سر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اختلاف ددې لامل شوی، چې یاده ناسته وځنډېږي.

کابلوف «ټاس» خبري اژانس ته ویلي « د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بیجینګ د ناستې د ګډونوالو پر سر اختلاف ددې لامل شوی، چې دا ناسته وځنډېږي، تر دې وړاندې موږ تمه درلوده، یاده ناسته د روان کال تر پای ته رسېدو وړاندې ترسره شي.»

د کابلوف په قول، تر دې دمه لا د یادې ناستې د رابلل کېدو نېټه څرګنده ده.

د بیجینګ ناسته، چې تمه وه د افغان حکومت او طالبانو په ګډون ګڼ شمېر افغان سیاسیون پکې برخه واخلي، د حکومت دننه هم پکې د ګډونوالو پر سر پراخ اختلاف موجود دی.

پخواني ولسمشر «حامد کرزي» نن په یوه خبرې ناسته کې وویل، چې نوموړی د غني د مخالفت له امله د بیجینګ په ناسته کې له ګډون لاس په سر شوی او غني په نوموړي  سربېره د ګڼ شمېر نورو سیاسیونو له ګډون سره هم مخالف دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کابلوف ( پورته یاده شوی خبره ) ناسمه په دی ده. لمړی: طالبان غلامه اداره د حکومت په نوم په رسمیت نه پیژنی د اشغالګرو غلامه اداره ده. نو ګډونوال یی د حکومت د استازو په نوم کله منی حتی په مجلسو کی خبری ورسره نه کوی . دوهم: غلامه اداره غلامان دی هر څه د امریکا به قومانده ترسره کوی امریکا نه غواړی چه په روسیه او چین کی د دوی د مستعمری په اړه خبری ترسره او د دوی لمن لا نوره په سر واوړی، دغلامی اداری د خپلواک نمایی د پاره خبله څه نه وایی د… نور لوستل »

مجاهد

پخوا به متعدد استعماری قدرتو شتون درلود، د زمانی په تیریدو هغه تعدد د روسانو او انګریزانو دووو استعماری قدرتو ته راشکته شو. سوړ جنګ کی د کمونست روسانو له ماتی وروسته هغه دوه استعماری قدرتونه هم به یوه نړیوال استعمار کی مدغم شو ځرتګه ؟ د دی په ځای چه یو استعمار د بل مخه نیسی او مطلوبو مستعمره هیوادو کی د خپلواکی غوښتونکو سره د یوه دریدل او د هغوی ژغورلو په ځای به یو استعماری قدرت بل ته په نورو مستعمرو کی کریدت ورکوی لکه روسانو ته چه په سوریه کی امریکایانو کریدت ورکړو او سوریه یی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x