ورزش

افغانستان د ټيسټ لوبې لپاره د ويسټ انډيز پر وړانډې لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ غوراوي کميټې د ويسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې د يوازيني ټيسټ لوبې لپاره د پنځلس کسيزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرېکټ غوراوي کميټې مشر انډي مولز د ملي لوبډلې اعلان پخپله وکړ، نوموړي زياته کړه چې حشمت شهيدي او سيد احمد شيرزاد د ټپي کېدو له امله له لوبډلې بهر شوي دي.

د ويسټ انډيز پر وړاندې يوازيني ټيسټ سيالۍ لپاره لاندې لوبډله اعلان شوه:

راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، رحمت شاه، احسان جنت، جاويد احمدي، ناصر جمال، افسر ځاځی، ابراهيم ځدران، اکرام عليخېل، کريم جنت، حمزه هوتک، قيس احمد، ظاهر خان، يمين احمدزی او نجات مسعود شامل دي.

کريم جنت او نجات مسعود د لومړي وار لپاره په ټيسټ لوبډله کې ځای شوي دي.

دغه سيالۍ به د نومبر مياشتې په ۲۷مه نېټه د هند په لکنو ښار ايکانا لوبغالي کې پېل شي او د ديسمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

افغان لوبډلې تر دې دمه درې ټيسټ سيالۍ ترسره کړي چې د هند څخه يې ماتې خوړلې او د ايرلينډ او بنګلديش پر وړاندې يې برياوې خپلې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x