
شعـــــرونه
د ملا عبدالسلام ضعيف نوی شعر
عبدالسلام ضعيف
نه په ظلم نه په زور جوړېږي کلي
نه په دروغو او په شور جوړېږي کلي
حوصله زغم صداقت دا وطن غواړي
نه د چل او فريب په تور جوړېږي کلي
رحم دعم سر ژغورل پکښي اړين دي
نه په قتل نه په ترور جوړېږي کلي
عقل غواړي منطق غواړي عمل غواړي
نه په چيغو او پېغور جوړېږي کلي
خدمت غواړي زحمت غواړي ستړيا غواړي
نه په سوال او نه په پور جوړېږي کلي
دا وطن دمسلمان دی داسلام قوانين غواړي
د مؤمن عقيده غواړي بيابه نور جوړېږي کلي
زعامت په دروغو نسي پټ باطن يې ښکاره کېږي
داسي نه ده چې د دروغو په غمخور جوړيږي کلي
ضعيف حدس لري که خدای کول چې سوله به را درومي
د ثبات په راوستلو به سمسور جوړيږي کلي
جوړ تازه،
مولانا ضیعف صاحب ته،
بهترین شعر د لیکلی،زه به لږ څه ورسره اضافه کړم،
نه په کوتک نه په کیبل جوړیږی کلی.
نه دګیری په کنترول نه په ځانمرګی جوړیږی کلی،
ستا ځواب به زه ووایم:
که په مور دې غیرت وکړ وطن جوړ دی
نه چې بل ته لیږې مور جوړیږي کلي
دغه ستاسو اند غلط دی نا پښتونه!
(( چې وي بل درباندې سپور جوړیږي کلي))
پښتین صیب زه به لږ تاته در اضافه کړم
نه په الحاد نه په همجنس ګرایی نه په سکیولرۍ نه په عیسوی کیدو نه په ګیرې کمولو او ښریلو نه په فساد نه په اختلاس نه په رشوت نه جوارګرۍ نه په سود خورۍ جوړیږي کلی. مننه اوس یې درواخله او پرتله یې کړه.
نه په غمی نه په غنی نه په پشین جوړیږې کلې، جوړیږې په ملا او ضیف دا ویجاړ کلې
دا ستا خپل شهرک بيا تا څه ډول جوړ کړ
په دې خرڅ خو درې، څلور جوړيږي کلي
تا دا خپله شتمني کړله له کومه
بې له شتو کله په پور جوړيږي کلي
ستا په شان خلک خو خدای وهست ته اړ دي
خودا ستا بيا لور په لور جوړيږي کلي
د ارګاه بارګاه دي سوال در څخه کيږي
ښه يې واوره پای پېغور جوړيږي کلي
فکر کوم غلام غنی د خپل نوم ( ن ) په ( م ) بدل کړی او [[ غمی ]] یی تری جوړ کړی ټول کارونه ورته داخلی غلام عسکر او بارنی بادار عسکر تر سره کوی د جنګ او ملت وژنی او کنډواله کولو پلانونه هم ورته اشغلګر جوړوی اوعملی کوی او ….. نو غنی ټولو رسنیو ته وزګار دی د نوم په بدلولو هغو رسنیو کی په یوه او بل نوم لیکنی او تبصری کوی لکه دلته چه د [[ غلام غمی ]] په نوم تبصری لیکلی تر څو د منورو او خپلواکو لیکوالانو لیکنی او تبصری کم… نور لوستل »