د شهيدې مور سوځېدلی امېل« لنډه کيسه»

محمد عمر منصور

پر مېز پرته, د ماښامنۍ چاپې لپاره په سپين لوی کاغذ رسم شوې نقشې ښوونکي (انګرېز) له مېز چاپېرو د صفريک قطعې يو عسکر په ډېره غوسه پر مخ په څاپېړه وواهه, څنګ ته ولاړ ملګري يې په ورو غږ پټ ورته ووېل: نقشې ته سم پام کوه غوسه دې کړ, اوس به بيا په وړه خبره هم دده څپېړې او زمونږ مخونه وي۔

شپه پخه شوه… په کلي چاپه شوه, د نتکۍ درې وروڼه او پلار يې لوڅې پښې او لوڅ سرونه  په انګړ کې ودرول۔

(په همدې مهال له کلي د درانه بمبار او له نږدې کورو له درده ډک د بغارو ژغونه هم اورېدل کېږي۔)

د کور ماشومان له وهمه ژاړي, له ډاره رېږدنيولې نتکۍ د خپلې ژبون وهلې مور سره سريښ غلې ولاړه ده, په زلميو وروڼو يې د اجل مرمۍ فاير شوې, په کوټه کې د ژړا او انګولا چيغي په زوره شوې, د صفريک قطعې عسکرو يې سپينږيری بابا جان لاس تړلی له څټ نيولی تېز _ تېز کشوي, نتکۍ په منډا په خپل پلار پورې ونيښته او د ژړا په چيغو کې وايي: “ظالمانو! وروڼه مو راته شهيدان کړل, اوس مې سپينږيری باباجان چېرته کشوئ!? مونږ به چاته پاته يوو?   انګريزي ژغ کړ: “شوت اټ ټو”۔ سملاس افغاني عسکر په افغانۍ پېغله بې رحمه ډزې وکړې او نتکۍ د تل لپاره له خپلو وروڼو سره يوځای خپله کورنۍ, خپل خپلوان او دا نړۍ پرېښوده۔

شپه په روڼېدا شوه, د طالبانو له بريدو د ځان ساتلو په موخه يې ځيني کليوال ښکاره پر ټانګونو برسېره کېنول او د طيارو په ملتيا د ښار په خوا روان شول۔

(خالد چې لا له خپلې کوزدن نتکۍ سره يوځای شوی نه وو, جنازې ته يې ودرېد)

خواښې ته يې مخ ور واړاو: “ته مه ژاړه! که مې د دې هرڅه بدل وانخيست, بيا به په سينګار مېز کې پاته د نتکۍ بنګړي زما لاسونو ته راچوې۔”

له جنازو وروسته مازديګر مهال د کلي په سر کې ښار ته د غځېدلي سرک په غاړه د دکان مخته درې کليوال زلمي ناست مجلس کوي۔

خالده! دا څه غمونه او څه ويرونه دي!!

اه! احمد اشنا! نور دا ژوند راته پېغور ښکاري, ترڅو به د بمبار په باروتو کباب تور, سوي _ سوي جسدونه خاورو ته سپارو?

هې _ هې! په زخمونو د انسان هلته مالګې ودوړېږي چې په ښار کې د بريد لامله د ماتو شوو ښيښو له کبله د سرسريز زخمي ماشوم, رسنۍ له څلورو خواوو ويډيوګانې او انځورونه اخيستل شروع کړي, ځيني خو ان بيا په راپور کې د نورو هېوادو د زخمي ماشومانو ويډيوګانې او انځورونه هم ورسره وتړي متأسفانه چې د کلي په دومره لوی ناورين يې بيا ګونګه روژه نيولې وي۔

انجنئيره! د رسنيو يکطرفه, مغرضانه او منافقانه چلند مو ښه درک کړی, تېره مياشت د فتح اکا په کور بمبار وشو, د مېرمن او لمه سۍ په ګډون يې محصل زوی هم شهيد شو, سبا رسنيو خبرونو کې ووېل: د طالبانو مشهور قومندان له خپلو ملګرو سره يوځای په هوايي بريد کې ووژل شو۔

نور داغم د زغم نه دی, نور به له دې څنګه حال راځي چې جهاد په کې فرض شي!?

(درې واړو د جهاد کولو پرېکړه وکړه)

هغه نرۍ اوږده دوړه, د طالبانو د موټرسايکلانو ښکاري, … لکه په دې خوا چې راروان يي۔

قومندان صاحب! ښه شوه چې په دې خوا راغلئ, سر له ننه مونږ د راغلې بلا په وړاندې تر آخري سلګۍ ستا د څنګ ټينګ ملګري يو….

هرکله راسئ, بلکل د جهاد آياتونه يوازې د مدرسې د طالب لپاره نه بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره نازل شوي دي۔

(انجنير په لمدو سترګو د خپلې شهيډې مور سوځېدلی امېل په لاس کې پورته کړ)

اميرصاحب! نور مې د شهيدانو د لاس نخښې قرار ته نه پرېږدي, نور مې په غوږو کې د يتيمانو د ژړا ازانګې د استاد خبر دماغ ته نه پرېږدي او د کيمياء د فارمولو پر ځای مې دماغ کې د بې ګناه شهيدانو ټوټې_ټوټې جسدونه انځورېږي۔

قومندان د انجنئير په خبرو له غوسې سور و شين واوښت وايي: بلکل  يوازې جهاد مونږ ته له دې ظلمونو خلاصون او عزت رابخښلی شي۔

(د درې کليوالو زلمو په ګډون مجاهدين نيواکګرو ته کمين کې ناست دي)

خالده! له افغاني عسکرو پرته يوازې د امريکايانو ټانګونه دي, پر کفارو زما نن بې سابقې بريدونه به د تاريخ پاڼې ثبتوي۔

احمد اشنا! همدا افغاني عسکر يې سترګې او بازو دي۔

(نږدې ده چې پر اشغالګرو بريد پيل شي, ناڅاپه د ملي اردو د برې پوستې په ډزو احمد ډېر په ارمان د شهادت جام نوش کوي)

آخخ! احمده, ته خو هغو نامردانو شهيد کړې چې تا يې په وژلو رحم کېده۔

د شنه هسک غره په لمن, د لوی تور کمر خوا کې, د ښايسته شنو ونو په منځ کې د چينې د روڼو اوبو جوړجوړاری ده۔

زرلښتې! زه خو چې هرځلې د چينې دا جوړاری اورم, نتکۍ ځوانيمرګه مې سترګو _ سترګو ته شي۔

(د زرلښتې سترګې له اوښکو را ډکې شوې او په ژړاغوني غږ يې ووېل): ګل ځلا خورکۍ! ښه مې ياديږي چې منګی به يې چينې ته ونيو, په نرم, خواږه, قرار اواز به يې زمزمه کړه;

دمنګي غاړه مې شنه لمن مې سپينه کنه
ګل په  غاړه  مې  زنګيږي  تاويزونه  کنه

هو زرلښتې خو زړه مې په دې خوشال شي چې د نتکۍ د شهادت له ورځې يې خاوند (خالد) توپک ته لاس کړی او په کراتو يې له دښمن د خپلې مېرمن انتقام اخيستی۔

( د قومندان تورو څڼو نری ګرد نيولی, په شونډو يې د خوشالي نرمه خندا خورا ده, د کاريز په اوبو کې لاس وهي, سترګې يې ملګرو ته دي):

د کاميابه کمين مبارکي ټولو ته وايم, الحمدلله چې ټول مجاهدين روغ او سلامت راستانه شوه خو ياد وساتئ چې د مجاهدينو داسې توند بريالي بريدونه وي, دښمن به هرو مرو په قطر کې زمونږ د مشرانو خبرو ته غاړه ږدي۔

(خالد چې پر تور خط ليکل شوې “د الله اکبر” سپينه پټۍ له سر تړلې, له لوړه پر ژغ کړل)

امير صاحب! قطر…..! دا وسله واله مبارزه سخت خوند کوي خو خير زمونږ هدف اسلامي نظام, خپلواکي او د دردېدلي ولس هوساينه ده, دا که مونږ ته په قطر کې د دفتر  له لارې حاصليږي ا که په افغانستان کې د سنګر له لارې, هر کلی يې کوو او د سر په سترګو يې منو۔

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د