شعـــــرونه

غزل؛ ادريس بلال

ادريس بلال

تور شپوته جلوه ګري ستاخبري
دي خوږې لکه شکري ستاخبري

تل دذهن په حافظه کي مې ساتلې
لکه ښکلې  ملغلري ستا خبري

له فتنو یې دحالاتو یم ژغورلی
تاوله ځان نه مې دي زغري ستاخبري

دژوندون له پرېشاني مې لري باسي
خدایه مه کړې رانه لري ستاخبري

لري کیف داطمینان اوروح بښونکي
واړي خلاصي له اوتري ستاخبري

پروجودمې وېښته جګ شي چې یې لولم
څومره زیاتي زوره وري ستاخبري

کاڼي زړونه اوبه کیږي پرې بلاله
اثر کا ندي پر ډبري  ستا خبري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x