افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان:ملي امنیت دې لوګر کې د زده کوونکو د جنسي قضیو را برسېروونکي خوشي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د لوګر د مدني ټولنو رییس «موسی محمودي» په لوګر کې د ۵۰۰ تنو زده کوونکو د جنسي ځورنې قضیه راپورته کړه؛ د نوموړي کورنۍ ته نږدې سرچینې خبر ورکوي، چې نوموړی د تېرې چهار شنبې په ورځ د کابل په یوه امن سیمه کې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی او په اړه یې تازه پژواک خبري اژانس ته د لوګر ولایتي چارواکو منلې، چې نوموړی د ملي امنیت له لوري نیول شوی او دا مهال څېړنې ترې روانې دي.

د محمودي له تري تم کېدلو وروسته د بښنې نړیوال سازمان د نوموړي د خوشي کېدو غږ کړی، د یاد سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې موسی محمودي او احسان الله حمیدي د رواني میلادي میاشتې په ۲۱ مه نېټه هغه مهال ونیول شول، کله چې د اروپايي اتحادیې له سفیر سره لیدنې ته په لاره وو.

خبرپاڼه زیاتوي « د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان په ملي امنیت غږ کوي، چې د بشري حقونو نیول شوي دوه فعالان چې د ماشومانو د جنسي ځورونو قضیه یې بربنډه کړي؛ پرته له ځنډه خلاص کړي.»

یاده دې وي، چې کابو دوه اوونۍ وړاندې «موسی محمودي» یو شمېر بهرنیو او کورنیو رسنیو ته داسې خبرونه ورکړل، چې ښودله یې، په لوګر ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ تنه زده کوونکي د خپلو ښوونکو د جنسي خواهشاتو ښکار شوي.

یاد راپور په ټولنیزو رسنیو او حکومتي بنسټونو کې تاوده غبرګونونه راوپارول، د پوهنې وزارت په لومړیو کې دا پېښه په کلکه رد کړه؛ خو وروسته یې د پېښې د څېړنې په موخه یو حقیقت موندونکی کمېسیون وټاکه.

د یاد کمېسیون له ګمارلو څو ورځې تېرېږي؛ خو له دې امله، چې د پېښې بربنډوونکي کسان ټول تري تم شوي، کمېسیون هيڅ لاسته راوړنه نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولا عبدالستارآغا

ایا نن تکی اسیا خبر ده چی دبولدك په لاره دویش په دروازه کی دچمن داڅکزیو دقوم دلندغرو لخوا څومره افغانان زورول کیږی دپاکستانی ملیشی څنګ کی ځایی لوچکان او لغړیان دملیشی په نیابت دمسافرو په جبو لاس ننباسی او چی څومره پیسی او قیمتی شی په لاس ورشی له مسافر سخه یی اخلی دقندهار با غیوره اولس ساه نه باسی داحکزیو قومی مشران پری غوږنه کاڼه کړی رسنی هم څه نه وایی دمسافرو ها به څوک اوری دقندهار تادین خان هم اڅکزیی ده دهغه عسکر هم ګوری چی دچمن لغړیان دمسافر جب وهی هیڅ نه وایی افسوز په داسی… نور لوستل »

,mujahid

عبدالستار اغا سلامونه مو ومنۍ ! د بولدک دغه ځورونی که په رښتیا هم شتون ولری ښه ده چه په ډاګه شی او هغه څورونکی له وجدانو وشرمیږی ( که یی لری ) او له خدای وډاریږی ( که په الله ج عقیده لری ). په سرحدو کی دا ډول ستونزی هر چیری په لږه یا ډیره پیمانه د رشوت اخستلو او ځآن لوی ښودلو د پاره لږ و ډیر ترسره کیږی دا هم د دواړو خواوو د غلامو حکومتو ناوړتیا او فساد کی ککړتیا له مخی دی که فساد او ناوړتیا له مخی وی د رسنیو په اوریدو شرم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x