روغتیا

په خوب کې ستونزې، لاملونه او د حل لارې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): پوهان وایي، په خوب کې اختلال چې اوونۍ کې ۳ ځلو ته تر دوه یا درې میاشتو ورسیږي یوه جدي طبي ستونزه ګڼل کیږي.

د خوب اختلال لاملونه:

د جرمني هېواد د خوب یوه ډاکټر الفرید ویاتر د خوب اختلال یا ستونزو لاملونه په ډاګه کړي دي، نوموړی وایي چې رواني ستونزې، لکه ذهني ستړیا، ذهني فشار او د مزاج ګډوډیدل د خوب خرابوالي یو لامل دی.

دغه راز د خوب ناسم چاپیریال، لکه تیزه رڼا، د تودوخې درجه ډيره لوړه یا ډیره ټيټه ساتل، ځینې ناوړه عادتونه ترسره کول، لکه د زیاتې کافي څښل او یا زیات سګريټ څکول، د شپې یوه کار لپاره پاڅېدل او بیا ویدیدل، دا هغه څيزونه دي چې خوب مو په بشپړ ډول اغیزمنولای شي.

دغه راز د ځينو نورو لاملونو څخه یې د ستوني پړسوب، تنفسي ناروغۍ، په بندونو کې ستونزې، د غاښونو کرپول او د پښو ستړیا هم شامل دي.

حل لارې یې:

له همدې کبله په کار دي چې ډاکټر ته رجوع وشي او د خوب خرابوالي تر شا اصلي لامل په ډاګه شي، ځکه کم خوب انسان کې د بېلا بېلو ناروغیو ترڅنګ د تمرکز خرابوالي او په هڅو او کوښښ کې د کم ظرفیت لامل کیږي.

دغه راز د خوب لپاره باید چاپیریال یا د خوب خونه مناسبه برابره شي، ددې لپاره باید په مناسب ډول خونه تیاره وي، د تودوخې درجه یې د ۱۵ او ۱۸ ترمنځ وي، ددې سربېره د شپې لخوا له خوب ۲ ساعته وړاندې د بریښنایي توکو استعمال څخه ډډه کول، لکه ځیرک مبایل، لیپټاپ، تلویزون او داسې نورو توکو استعمال.

که چیرې د ستړیا له کبله مو خوب اغیزمن وي، نو د شپې له ویده کېدو وړاندې د پښو تلي غوړ او مساج کړئ، په دې سره مو بدن ارامیږي او خوب مو ښه کیږي، دغه راز په مناسبو اوبو لامبل هم خوب غوره کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x