افغانستان

وکيلان: اسدالله خالد د اشرف غني ټاکنيز ټيم په ملاتړ څرګندونې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې غړو د ګډ حکومت د دفاع وزير اسدالله خالد وروستۍ څرګندونې د اشرف غني دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم په ملاتړ بللي دي.

اسدالله خالد وړمه ورځ ويلي و، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې ټاکنيز بهیر له ګډوډۍ سره مخ کړي او خبرداری يې ورکړی و، که هر څوک د ټاکنيزې پروسې د ګډوډولو هڅه وکړي، په ټول ځواک به يې مخنیوی وکړي.

د نوموړي دا څرګندونې له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ولسي جرګې غړي علي اکبر جمشيدي او ابرارالله مراد ويلي، د اسدالله خالد څرګندونې د اشرف غني ټاکنيز ټيم په ملاتړ دي او  هغه بايد له داسې څرګندونو ډډه وکړي.

په عين حال کې د ولسي جرګې نور غړي وايي، د ټاکنو کميسيونونه بايد د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته قانع کوونکي ځوابونه ووايي او د ټاکنو د بحراني کېدو مخنیوی وکړي.

د ولسي جرګې وکيلانو د ټاکنو له کميسيونه غوښتي، چې ژر تر ژره يوازې د بايو ميټريک رايو پر اساس د ولسمشريزو ټاکنو پایلې اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ګرچه پر پورتنی موضوع پوری اړه هم نلری تاریخ کی به د چا نوم په زرین خظ ولیکل شی. دوستم په هیواد کی تر ټولو ستر پوهنتون جوړوی، طالبانو تر اوسه ۲۲۰ د مخابراتو پایی الوځولي د سړکونو، او کلنیکونو ویجاړول او د مکتبونو سوځول خو پریږده.

مجاهد

د دوستم په استقبالولو او ستاینو ستا شخصیت هم هیوادوالو ته په ډاګه شو له دی وروسته هیوادوال درڅخه ګیله نه لری

اجمل

یی مجاهد صیب: الله خبر چی جهاد بدی کړی وی او کنه. ما چیری دوستم څخه استفبال کړی. نوی خبر دا وایی چی دوستم پلان لری په شمال کی تر ټولو ستر پوهنتون جوړ کړی، هغه بیسواده او شرابی دوستم بلخوا ګورو زمونږه طالبان په ولا که پوهیږم چی څه چل دی. ولی داسی کیږی. هیواد وال مانه ګیله کوی یا یی نکوی هغه د هغوی خوښه ده خو زه له خپلو هیوادوالو څخه سخت ګیله مند یم. اصحابو دا حق ندرلود چی یو مسلمان ته کافر ووایی خو زمونږ هیواد وال ټول مجتهدین دی که طالب دی او که… نور لوستل »

عبدالله

دوستم ظلم او جبر تاریخ کی ثبت دی خو داچی پوهنتون جوروی نو دا خو شه کار دی. مجاهده ایا پوهنتون جورول بد کار دی؟؟ موژ یی باید وستایو تر سو لا اصلاح شی او دین او اولس ته خدمت وکی.
تاته زکه زور درکوی چی افغانستان بیا دیو پوهنتون خاوند کیزی او تاسو ( پاکستانیانو، انگریزان،یهود او ناخبره افرادو) باندی پدی سره اور بلیژی او توره تبه مو نیسی.

عبدالله

شرابی او قاتل دوستم لا اوس درک کرل چی اوس باید پوهنتون جور کرم خو مجاهد غوندی افراد لا هم د مکتب سوزول او د عام انسانانو شهیدولو ته جهاد وایی افسوسستاسو په حال افسوس.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x