افغانستان

د کانګريس غړي: امريکا په افغانستان کې تلپاتې سوله غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکايي سناتورانو يوه ډله کابل ته راغلې او په ارګ کې يې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره د سولې په اړه د امريکا په دريځ غږېدلي دي.

دغو سناتورانو له ګډ حکومت سره د امريکا د مرستو په اړه هم خبرې کړي، چې له افغانستان سره د سولې سربېره اقتصادي او امنيتي مرستې کوي او د امريکا له لوري د تېرو اتلسو کالو مرستې يې د افغانستان د رفاه او پرمختګ لامل بللي دي.

د ګډ حکومت مشر هم د سولې په اړه د امريکا د هڅو ستاينه کړې او وايي، چې امریکا باید له کابل حکومت سره په ګډه تلپاتې سولې ته ورسيږي.

امريکايي سناتورانو ويلي، واشنګټن د سولې لپاره جدي هوډ لري او هڅه کوي، له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې تلپاتې سولې ته ورسيږي.

د امريکايي سناتورانو دا پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم

تېره اونۍ له فاکس نيوز سره د خبرو پر مهال ويلي و، چې له طالبانو سره د سولې په تړون کار کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو هم وايي، ولسمشر ټرمپ تر راتلونکي ۲۰۲۰ کال پورې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو او د جګړې د پای ته رسولو هوډ لري.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، امريکايي او طالب ډيپلوماټان له دوو مياشتو ځنډ ورسته يو ځل بيا په خبرو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا وحشی مشرانو د سولی دا ضد او نقیض خبری د غره د هغو ځناورو د عمل سره ورته دی چه یو حیوان یی شکار کړی وژلی او یا د وژنی په حال کی وینی پری راماتی لاس او پشی یی ګوډ مات له فعالیت او مقاومت لویدلی . هغه ځناور وایی چه مونږ خو د هغه حیوان سره د تلپاتی سولی غوښتونکی یو په دی شرط چه هغه حیوان له دی وروسته له لغتو وهلو، مقاومت او فریاد لاس واخلی د هغه حیوان هغه فریاد او لغتو وهلو ته د وحشت، خشونت او دهشت نوم ورکوی. حتی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x