هره ورځ مو بدن څومره کلسیم ته اړتیا لري؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د جرمني د تغذیې ټولنه وایي چې کلسیم د هډوکو او غاښونو پیاوړتیا لپاره مهم دي، په یوه ورځ کې د یوه بالغ کس بدن ته د ۱۰۰۰ ملي ګرامو په اندازه کلسیم اړتیا لیدل کیږي.

ټولنې څرګنده کړې، د غوا شیدې د کلسیم بشپړولو لپاره یو له مهم او غوره سرچینو څخه دي، چې سل ګرامه شیدو کې ۱۲۰ ملي ګرامه کلسیم موندل کیږي.

دغه راز د کلسیم پوره کولو نورو سرچینو کې بند ګوپي، ګوپي، بادام، ماهي او سپينه لوبیا هم شامل دي.

په بدن کې د کلسیم تراکم کمښت د هډوکو د طبیعي ځواک کموالی دی چې هډوکي د کمزورۍ او ماتېدو سره مخ کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د