نړۍ

اردوګان په قطر کې: د خليجي هېوادونو خپلمنځي بحران بايد پای ته ورسيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان قطر ته تللی او هلته يې د قطر امیر شيخ تميم بن حمد سره د خبرو پر مهال د خليجي هېوادونو د خپلمنځي بحران د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د مصر او بحرين په ملتيا په ۲۰۱۷ کال کې له قطر سره ټولې ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې تړلي او هر ډول ډيپلوماټيکې اړيکې يې ورسره پرېکړي، خو سعودي او اماراتو ويلي، چې د هر ډول پرېکون سربېره به د قطر په کوربه توب د فوټبال په نړيوالو سياليو کې ګډون کوي.

ولسمشر اردوګان ويلي، چې سعودي او امارات بايد له قطر سره خپلې پرېکړې اړيکې له هر ډول شرط پرته ورغوي.

تر دې وړاندې امريکا او ځينو نورو هېوادونو هم د خليجي بحران د حل کولو وړانديز کړی و، خو سعودي او امارتو په مشروط ډول له قطر سره روغې جوړې ته تياری ښودلی و، چې يو مهم شرط په کې له قطر څخه د ترکي پوځيانو ايستل ياد شوي وو.

د ترکيې ولسمشر تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحې په جنوب کې ترکي پوځيانو ته د وينا پر مهال د انقرې او دوحې د دوه اړخيزو په اهميت ټينګار کړی و او زياته کړې يې وه، چې ترکيه به هېڅکله خپل دوست هېواد «قطر» د ستونزو او ګواښونو پر وړاندې يوازې پرې نږدي او هيله يې ښکاره کړې، چې په لنډ وخت کې به د خليج بحران حل شي.

ښاغلي اردوغان ترکي پوځيانو په وينا کې وويل: «موږ د ترکيې او قطر امنيت ته په يوه سترګه ګورو او هغه څوک، چې له موږه د دې پوځي اډې د خوشې کولو غوښتنه کوي، په دې نه پوهيږي، چې ترکيه په سختو حالاتو کې د قطر دوست پاتې شوی هېواد دی.»

د قطر امير شيخ تميم بن حمد د ترکيې د ولسمشر په ليدو خوښي ښکاره کړې او وايي، چې له ولسمشر اردوګان سره يې د دوه اړخيزو اړيکو سربېره په سيمه ‌ييزو او نړيوالو قضيو خبرې کړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x