افغانستان

ملي امنیت د لوګر مدني فعال بښنې ته اړ کړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د لوګر ولایت د مدني ټولنو رییس «موسی محمودي» په یاد ولایت کې د ۵۵۰ تنو زده کوونکو د جنسي ځورنې قضیه راپورته کړه، نوموړی د نا معلومو ادرسونو له لوري لومړی وګواښل شو او په وروسته کې د ملي امنیت له لوري د څېړنو په پلمه بندي شو.

د ملي امنیت له لوري تازه په ټولنیزو رسنیو باندې په خپره شوې ویډيو کې محمودي لیدل کېږي، چې نوموړی خپل کړی تحقیق ناسم بولي او په اړه یې بښنه غواړي، په خپره شوې ويډیو کې محمودي وایي « په دې وروستیو کې دوو مشهورو رسنیو زما له ادرسه د زده کوونکو د جنسي ځورونې راپور خپور کړ، چې متاسفانه یاد راپور نیمګړی وو او ماته په بیا، بیا رایادېدلو درد راکوي.»

نوموړي زیاته کړې « زه د یاد راپور په تړاو له خپل ملت، دولت او هغو خلګو څخه چې د راپور په لیدلو ورته اندېښنې پیدا شوې؛ بښنه غواړم.»

د محمودي په قول، رسنیو د نوموړي خبرې غلطې تعبیر کړې او دده او خلګو تر منځ یې فاصلې پیدا کړې.

د نوموړي تر څنګ یو بل مدني فعال «احسان الله حمیدي»، چې له موسی محمودي سره یو ځای تښتول شوی وو، خپل راپور غلط ګڼي او په تړاو یې بښنه غواړي.

موسی محمودي او ورسره همکارو ملګرو کابو دوه اوونۍ وړاندې «ګارډين ورځپاڼې» او «طلوع نیوز» ته داسې خبرونه ورکړل، چې ګواکي په لوګر ولایت کې «۵۰۰» تنه زده کوونکي د خپلو ښوونکو له لوري جنسي ځورول شوي.

د نوموړي څرګندونو ته ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارېدل، پوهنې وزارت په لومړیو کې راپور غلط وګاڼه او په شدت سر ه یې رد کړ؛ خو وروسته یې ددې خبر د څېړنې لپاره حقیقت موندونکی کمېسیون وټاکه.

یاده دې وي، لا څرګنده نه ده، چې محمودي په ويډیو کې کړې خبرې په خپله خوښه کړې یا د ملي امنیت د فشار په پایله کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

د متفکر او دهغه د جنایتکار بانډ کارونه د سې ای اې څخه سر چینه اخلي او اولس غلوي ! ! اولس پوهیږي متفکره چې ته دچا مذدور یې ! خپله سزا به ووېني !!

جميل

محمودی که دا خبری پخپله خوښه کړی وی او که په زور ، خپل افغانی غيرت يی نور هم تر پښو لاندی کړ .
مخکی زه هم حيران وم چی مدنی فعال او دومره غيرت .؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x