د غزني د رشيدان ولسوالۍ امنيه قومندان په چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د غزني ولايت د رشيدان ولسوالۍ امنيه قومندان امان الله ابراهيمي په يوه چاودنه کې وژل شوی او څلور پوليس ورسره ټپيان دي.

د غزني ولايت وياند محمد عارف نوري رسنيو ته ويلي، د رشيدان ولسوالۍ سرپرست امنيه قومندان تېره شپه هغه مهال په يوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د جغتو ولسوالۍ په قياق سيمه کې د لارې د تصفيې په موخه وتلی و.

د ولايت وياند وايي، ماين د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.

عارف نوري زياتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو د غزني ولايت د مرکز سربېره په اندړو، مقر، قره باغ، رشيدانو او جاغوري ولسواليو کې هم پر پوليسو بریدونه کړي دي.

طالبانو د غزني ښار په شهباز سيمه کې د پوليسو پر پوستې د برید پخلی کړی، چې له امله يې درې پوليس وژل شوي خو تر اوسه يې د رشيدان ولسوالۍ امنيه قومندان د وژلو په اړه څه نه دي ويلي.

د غزني ولايت ډېری سيمې د طالبانو په واک کې دي او وخت پر وخت په کې پر دولتي او بهرنيو عسکرو بریدونه او چاودنې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د