ایا پاکستان کې د «ټیلنار» تلیفوني شبکه بندیږي، حقیقت څه دی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان هېواد مشهورې تلیفوني شبکې «ټیلنار» په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بېلا بېل اعلانونه خپاره شوي چې دغه شبکه راتلونکې میاشت په بشپړ ډول بندیږي.

د پاکستان مخابراتي شبکې (PTI) په دې اړه په خپله رسمي پاڼه خبر ورکړی چې دغه اعلانونه جعلي او هیڅ د اعتبار وړ نه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې دغه اعلانونه د پاکستان مخابراتي شبکې ټیلنار په نوم خپریدل چې ګواکې د راتلونکې دیسمبر میاشتې له ۱۱مې نیټې څخه به په بشپړ ډول بنده شي، ددې لپاره دې کاروونکي خپل هر ډوله فعالیت په دغه شبکه کې بند کړي.

د ټیلنار شبکې یاد اعلانونه جعلي ښودلي او زیاته کړې یې ده چې دغه اعلانونه د ځینو کسانو لخوا د واټس اپ په ګروپونو کې د احساساتي پایلو له امله خپاره شوي دي، دوی له عامو خلکو د جعلي اعلانونو نه خپرولو غوښتنه کړې.

د ټیلنار تلیفوني شبکه د ناروی هېواد یو مخابراتي شرکت دی، ستونزه هغه مهال جوړه شوه کله چې په ناروی هېواد کې د یو لاریون پرمهال یو لاریوونکي د قران کریم نسخه په عام محضر کې وسوزوله.

دغې کار په ټوله نړۍ کې په ټولنیزو رسنیو او په عامه توګه سخت غبرګونونه راوپارول، چې په پایله کې د ناروی حکومت په رسمي ډول د قران کریم توهین منع او پولیسو ته یې دداسې پېښو په جدي ډول مخنیوي سپارښتنه وکړه.

چونکې ټیلنار شبکه د ناروی هېواد یو شرکت دی، نو دغه راز په پاکستان کې د ټيلنار مینوالو دغه ډول اعلانونه خپاره کړل او په ټولنیزو رسنیو یې د ټیلنار خدمتي شبکې سم کارتونه وسوزول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د