که مو ماشوم په جوش اوبو وسوزېد سمدلاسه څه باید وکړئ؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په جوش اوبو په ځانګړي ډول ګرم شین چای سره ماشومان سوزیدل یوه جدي ستونزه ده، ددې لامل په کورني کارونو کې بې پروایي، ماشوم هرې خوا ته پریښودل او د ماشوم هر څیز ته لاس اچول دي.

د جرمني هېواد د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ډاکټرانو ټولنې په دې اړه والدینو ته ځینې سپارښتنې کړي تر څو په جوش اوبو د ماشوم سوزېدلو پرمهال یې په سمدستي ډول ترسره کړي.

د ماشوم جامې ویستل

په عام ډول د اور سوزېدنې پرمهال د ماشوم څخه جامې نه ویستل کیږي خو که چیرې په جوش اوبو وسوزول شي نو لومړی ترې هغه جامې چې جوش اوبه پرې پریوتي وباسئ، خو که چیرې جامې په سوزیدلي ځای پورې نښتي وي نو د تړمو اوبو په واسطه یې ترې لرې کړئ.

سوزېدلی ځای یخ کړئ

سوزېدلی ځای په سړو اوبو چې ډيرې یخې نه وي تر لسو یا شلو دقیقو یخ کړئ (چې ماشوم نوی زیږیدونکی نه وي)، که چیرې د بدن سطحې ۱۵سلنه برخه سوزیدلي وي نو دا د بدن تودوخې درجې ټيټیدو خطر زیاتوي.

سوزېدلی ځای وتړئ

سوزېدلی ځای په مناسب ډول له یخوالي وروسته په یوه نرمه ټوټه یا پلستر باندې وتړئ، له هغې وروسته که ټپونه ژور وي باید ډاکټر ته رجوع وکړل شي تر څو بشپړه پاملرنه ترلاسه شي.

د بدن سوزېدل یو له هغو بیړنیو حالاتو څخه دي چې په چټک ډول باید ناروغ روغتون ته ورسول شي ځکه چې دا د ماشوم د ژوند لپاره ګواښ ثابتېدلای شي.

پوهان وایي چې بیړنی حالت کوم چې ژوند ته خطر پېښوي د بدن ۸سلنه سطحه سوزېدل دي، دغه اندازه د یو لاس، نیمې پونډۍ یا د بدن پورتنۍ برخې نیمایي اندازې سره برابریږي، دغه حالت کې ناروغ روغتون ته رسول په کار دي.

د سوزېدو پرمهال اکثره وګړي د غاښونو کریم چې په طبیعت کې یخ دی استعمالوي، پوهان دا یوه ناسمه درملنه ګڼي، ددې لپاره شات او د چایو کڅوړه هم غوره نسخه ګڼل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د