نړۍ

د دوو چورلکو د ټکر پېښه کې ۱۳ فرانسوي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د فرانسې حکومت ويلي، د افریقا په مالي هېواد کې د دوو پوځي چورلکو د نسکورېدو په پېښه کې ديارلس فرانسوي عسکر وژل شوي دي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې اعلاميه کې وايي، دواړو چورلکو په سيمه کې د جهادي ډلو پر خلاف عمليات کول، چې ياده پېښه رامنځته شوه.

اعلاميه زياتوي، چې ولسمشر ايمانويل ماکرون په پېښه خواشيني ښودلې او وايي، چې دغه عسکر د فرانسې د امنيت لپاره قربان شول.

په مالي هېواد کې له ۲۰۰۲ کال راهيسې جګړې روانې دي، په ۲۰۱۳ کال کې د حکومت له نسکورېدو وروسته جهادي ډلو د مالي ګڼې سيمې ونيولې او فرانسې د جهادي ډلو د مخنيوي لپاره هلته زرګونه پوځيان لېږلي دي.

له تېرو څو کلونو راهيسې په مالي کې د جهادي ډلو په بریدونو کې ۳۸ فرانسوي عسکر وژل شوي، خو تر ډېره د مالي ځايي عسکر د جهادي ډلو پر ضد د عملياتو په لومړۍ کرښه کې وي او يوازې روانه اونۍ ۵۳ مالي عسکر په وسله والو بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

شدی مستی د هر چا خوښیږی مګر د پیښو پسی خڼی راوتی ، یعنی نه په شرم او نه په ډار ده په هره وسیله چه کیږی د مستو او شدو کټوی خپلی کړی. اروپایی تش په نامه متمدن وحشی هیوادونه په ځانګړی ډول انګریزان او فرانسویان د اسیایی او افریقایی هیوادو د استثمارولو او غلامولو د پاره نه له خدای او خلکو ډاریږی او نه وجدان لری چه وشرمیږی. همدغه د غره د ځناورو به شان چه د هغو حیواناتو غوښی خوراک خپل مسلم حق ګټی او د هغو حیواناتو لغتی وهلی یا فریاد سرغړونه ګڼی . په مالی… نور لوستل »

مجاهد

د خپلو عسکرو د مورال او استخدام د کمزوری له امله چه مظلوم او غریب اولس یی د دغسی عسکرو له وژلو ونه داریږی عسکر یی تیشته ونه کړی او لا یی کورنی نوی عسکر د فرانسی وحشی او خونخوار حکومت ته ورنګړی هغه جنګی الوتکی چه خامخا به د مجاهدینو له خوا په نښه شوی چه ۱۳ کسان پکی مردار شوی امکان لری چه لسګونه عسکر به بکی مردار شوی خو دوی دغه شمیر لس ځلی کمه شیوی او د الوتکو غورځیدل هم د دوی خبلو کی جنګیدل بهانه کوی په دی واسطه به یی د مجاهدینو د مورال… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x