ورزش

د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ ټيسټ سیالۍ سبا پېل کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ویسټ انډیز کرېکټ لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټيسټ سیالۍ سبا د چهارشنبې په ورځ د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې د سهار په (۹:۰۰) بجې پېل شي.

د هندوستان پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د افغانستان لپاره د ایرلینډ او بنګلدیش په پرتله دا دویمه ستره ننګونه ده چې د سترې لوبډلې سره مخامخ کیږي.

که څه هم په تېره اوږده موده کې ویسټ انډیز په ټيسټ لوبو کې یو ویروونکې لوبډله نه ده پاتې شوې، خو د شای هوپ او هیټمیار په څېر توپ وهونکي او د کیمار روچ او الزاري جوزیف په څېر چټک توپ اچونکي افغان لوبډله له ستونزو سره مخ کولای شي.

د افغانستان غوراوي کمیټې مشر انډي مولز وړمه ورځ د یادې سیالۍ لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې کریم جنت او نجات مسعود د لومړي وار لپاره شامل شوي، حشمت شهیدي او سید احمد شیرزاد د ټپي کېدو له کبله بهر شوي دي.

درې ورځې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه ترسره شوه چې مساوي په دریمه ورځ د لوبډلمشرانو او لوبڅارانو په پریکړه پای ته ورسېده، په دغه لوبه کې افغان لوبډلې ځینې لوبغاړي د انتخابولو لپاره په نښه کړي دي.

تمه ده لاندې لوبغاړي لوبډله کې شامل شي:

احسان الله جنت او ابراهیم ځدران، دغه لوبغاړي د تمریناتي لوبې په لومړۍ نیمایي کې ونه ځلېدل خو په دویمه نیمایي کې یې نیمه سلیزې ووهلې، دوی د افغانستان لپاره ښه اوپنران ثابتېدلای شي.

حمزه هوتک چې په تمریناتي سیالۍ کې یې ۸ لوبغاړي یې وسوزول او یمین احمدزی چې غوره توپ اچونه یې ترسره کړه، په ۱۱ کسیزه لوبډله کې یې د شاملېدو ډیر چانسونه شته.

رحمت شاه، اصغر افغان او ناصر جمال یا جاوید احمدي په منځني لوبغاړو کې، افسر ځاځی چې د بنګلدیش پر وړاندې ټيسټ لوبه کې ځلیدلی و د لاندیني توپ وهونکو او ویکټ کیپرۍ لپاره انتخاب شي.

په نورو لوبغاړو کې کریم جنت چې چټکه توپ اچونه کوي او کولای شي توپ وهنه هم وکړي د قیس احمد سره د غوراوي کمیټې انتخاب وي، سربېره پر دې راشد خان به د لوبډلې مشري او مهم رول پر غاړه لري.

افغان لوبډلې تر دې دمه درې ټيسټ سيالۍ ترسره کړي چې د هند څخه يې ماتې خوړلې او د ايرلينډ او بنګلديش پر وړاندې يې برياوې خپلې کړې دي، دوی کولای شي ویسټ انډیز هم له سخت حالت سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x