شعـــــرونه

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

نۀ به سوله راشي، نۀ به تۀ زما دلداره شې
خدای وکا چې دغسې د پلار کره مرداره شې

سترګې به مې ولولې او مینه به هم وګورې
هو! خو که تۀ لږ څۀ له خپل ځانه را وزګاره شې

نۀ خدا که کافر شمه او نۀ خدا که کُفاره شې
زۀ چې ستا لپاره شم او تۀ زما لپاره شې

ستا د شوخو سترګو تاجکۍ نڅا مې خوښه ده
څۀ کېږي د سرۀ شوروي لورې که مې یاره شې

پورته کړه لاسونه یوه ټینګه غېږه بیا راکه
پرېږده چې سپېڅلي محبّت کې ګنهکاره شې

زۀ چې درته کله د یوې خولګکۍ سوال وکړم
څۀ رنګه ځان غلی کړې او څۀ رنګه ناګاره شې

راشه لږ مې زړۀ باندې لاس کېږده چې آرام شمه
هسې نه چې زۀ درپسې مړ شم او خونکاره شې

ژوند به په رښتیا شي هلته ژوند د “خدرخېل” مینې
زۀ چې تانه ځار شمه او تۀ له مانه ځاره شې

ـــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۸/۹/۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x