افغانستان

مشرانو جرګه: د کرزي او غني خپلمنځي اختلافات د سولې په وړاندې خنډونه زیږوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي، افغان سیاسیون او رهبران دې خپل اختلافونه یوه لوري ته کړي او د سولې له بهیر سره دې مرسته وکړي.

جمهور نیوز د مشرانو جرګې ددوهم مرستیال «محمد عالم ایزدیار» له قوله لیکلي، چې د افغانستان د رهبرانو تر منځ اختلافات د هیواد ملي دریځ او ګټې ګواښي.

نوموړي زیاته کړې، په داسې حالت کې چې د افغانستان خلګ د سولې د لاسته راوړلو په هدف ملي اجماع ته اړ دي او د هیواد ملي مصالح مطرح دي، د وطن د ر هبرانو تر منځ اختلافونه باید رسنیز نشي.

د مشرانو جرګې یو بل تن غړی «رحمت الله اچکزی» هم په ورته نظر دی، د نوموړي په قول، حامد کرزی د افغانستان رهبر پاتې شوی او  د سولې په برخه کې غوره تجربې لري؛ نو ځکه باید «غني» د نوموړي نظر ته احترام لري.

مشرانو جرګه داسې مهال د اشرف غني او حامد کرزي تر منځ اختلافونه د سولې په وړاندې خنډ نوموموي، چې دوې ورځې وړاندې کرزي د یوه خبري کنفرانس له لارې په غني غږ وکړ؛ څو د هیواد «بده وضعه» درک کړي او په اړه یې بیا غور وکړي.

نوموړي ددې تر څنګ یاده کړه، چې امنیتي ځواکونه باید د سیاسي او شخصي ګټو لپاره استعمال نشي او د افغانستان د خلګو د ترور او وېرولو کار ترې وانخستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د مشرانو جرګی غلامانو د ډالرو د بهیر د مخنیوی له ویری ویلی چه: [[ د کرزی او غنی لویو غلامانو خپلمنځی کرکی د ډالرو د بهیر مخه نیسی]] حکومت !!! ؟؟؟؟ په خپلواک هیواد کی حکومت د خلکو له خوا او د خلکو د امنیت، سولی او هوساینی د باره جوړ ش ی یعنی د خلکو نوکر او خدمتګار وی. په اشغال شوی او بلواک هیواد لکه افغانستان یا عراق کی د اشغالګرو غلامی اداری د اشغالګرو د استعماری ګتو د خوندی کولو او راټولولو د پاره جوړی شوی دوی ته حکومت ویل خیانت او کبیره ګناه ده. له… نور لوستل »

عبدالله

غلامان دواره دی خو کرزی هغه خایین دی چی د افغانستان په تاریخ کی یی نمونه کمه ده. دی اوس کوشش کوی چی د خپل دولس کلنه مرداری د صلحی په کریدت اخیستلو پته کری، بلخوا ته اشرف غنی نه غواری دا کریدت ده ته وکری. په طالبانو کی ملا برادر چی پوپلزی او د دهراود لسوالی دی هم د کرزی پخوانی یار دی چی د کرزی د لاری په صلحی خوشحاله شکاری.
خلاصه داچی کرزی اوسنی حالت کی خپل شخصی محبوبیت او نفوذ په لته کی دی چی غنی یی نه منی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x