افغانستان

د عبدالله ټاکنيز ټيم: که مشکوکې رايې باطلې اعلان نشي، پر خلاف به يې لاريونونه پيل کړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د عبدالله عبدالله په مشرۍ د تېرو ولسمشريزو ټاکنو «ثبات او همپالنې» ټیم خبرداری ورکړی، که راتلونکې شنبې ټولې مشکوکې رايې باطلې اعلان نشې، پر خلاف به يې پراخ اعترضي لاريونونه پيل کړي.

د ثبات او همپالنې ټيم لومړي مرستيال عنايت الله بابر فرهمند نن په کابل کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې په اوو ولايتونو کې د ټاکنيزې درغلۍ پر خلاف د اعتراضونو ملاتړ وکړي.

بابر فرهمند خبرداری ورکړی، که تر راتلونکې شنبې ټولې مشکوکې رايې باطلې اعلان نشي، دوی به په نوي شکل اعتراضي لاريونونه پيل کړي.

د «ثبات او همپالنې» سربېره، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ «سوله او اسلامي عدالت» ټيم، د رحمت الله نبيل په مشرۍ «امنيت او عدالت» ټيم درې سوه زره رايې جعلي بولي او ټينګار کوي، چې د ټاکنو کميسيون بايد دغه رايې باطلې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون له حکومته غوښتي، چې په اوو ولايتونو کې د اعتراض کوونکو له لوري تړل شوي ټاکنيز مرکزونو بيرته پرانيستو کې مرسته وکړي او که دغه تړل شوي مرکزونه همداسې پاتې شي، دوی به په ۲۵ ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې له مخې د ولسمشريزو ټاکنو پایلې اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x