ښځه په اسلام او ديموکراسۍ کې

 نقيب الله احمدي

اسلام يو کامل او شامل دين دی، د بشريت ټول مشکلات يې حل کړي دي، څوک چې د اسلام په اصولو عمل کوي په انساني ژوند کې له هېڅ راز ستونزې سره نه مخ کېږي، نن سبا چې د ښځو د ازادۍ او حقوقو نارې اورېدل کېږي او ځينې د اسلام په لمن داغ لګوي، چې له ښځو سره ظلم کوي يا يې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي او متمدنې غربي ديموکراسۍ ورته مساوي حقوق ورکړي دي؛ و به ګورو چې رښتيا هم اسلام له ښځې سره ظلم کړی دی؟ او ديموکراسۍ ورته د عدل او انصاف زمينه برابره کړې ده؟.

ښځه په اسلام کې: د اسلام په مقدس دين کې ښځه د نارينه په څېر ډېر ارزښت لري او په ډېرو امورو کې له نارينه سره برابره ګڼل شوې ده لکه په خلقت او د بشري نسل په ډېرښت کې الله جل جلاله فرمآيي: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً)) سورة نساء/۱.

ژباړه: اې خلکو! و وېرېږئ له هغه رب ستاسې چې پيدا يې کړئ تاسې له يو نفس (ادم عليه السلام) څخه او پيدا يې کړه له هغه جوړه(ښځه) د هغه او بيا يې له هغو دواړو څخه ډېر نارينه او ډېرې ښځې خپاره او تيت کړي دي.

لکه څنګه چې اسلام د عمل دين دی؛ نو په ايمان او عمل کې نارينه او ښځه جوخت او يو پر بل پسې ذکر کړای شوي دي لکه الله جل جلاله فرمايي: ((وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا)) سورة نساء/۱۲۴.

ژباړه: او هغه څوک چې له نېکو چارو څخه کوم نېک عمل وکړي برابره خبره ده عمل کوونکي نارينه او که ښځه په داسې حال کې چې مؤمن وي؛ نو دغه نېکوکاران به جنت ته داخل شي او پر دوی باندې به هېڅ قسم ظلم هم نه کېږي.

دا رنګه الله جل جلاله ښځه او نارينه په ثواب کې هم برابر کړي دي چې فرمايي: ((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ))سورة التوبه/۷۲.

ژباړه: او مومنا نارينه او مومنانې ښځې ځينې له دوی څخه په خپل منځ کې د ځينې نورو دوستان دي، خلکو ته د نېکو چارو په کولو امر کوي او بدو او ناوړه چارو څخه يې منعه کوي او لمونځ قائموي او زکات ورکوي او د الله تعالی او د ده د رسول فرمانبرداري کوي، همدغه نارينه او ښځې چې دې الله تعالی به ډېر ژر پر دوی رحم وکړي په تحقيق سره الله تعالی غالب او د حکمت مالک دی.

اسلام ښځه د جاهليت له تورو تيآرو څخه را ويستله اولين ځل چې د مکې په تورو غرونو کې د الله جل جلاله وروستی پيغمبر د توحيد له پيغام سره را ښکاره شو، تر ټولو مخکې زموږ مور حضرت خديجې رضي الله عنها ورته لبيک و وايه او دا ابدي وياړ يې په نصيب شو چې د اسلام له ا ولينو قبلوونکو څخه شوه، چې دا هم په اسلام کې د ښځې احترام او درناوی ده.

په ډېرو شيآنو کې ښځه له سړي سره مساوي ده؛ خو په ځينو مواردو کې چې د ښځې فطرت يې غوښتنه کوي بيا له نارينه سره مساوي نه ده او اسلام چې د فطرت دين دی، نو ښځې ته يې له ښځينه فطرت سره مساوي بار پر اوږو ور اچولی دی، ځکه د ښځې د بدن فزيکي جوړښت يا د اناټومي له نظره نسبت نارينه ته نازک، نحيف او کمزوری دی، څومره سختي او بوج چې نارينه پورته کولی شي ښځه يې په فطري لحاظ نشي پورته کولای؛ نو ځکه اسلام د ښځې لپاره همغه د فطرت لاره غوره کړې ده تر څو يې په حقوقو تېری و نه شي، دا چې ښځې له نارينه سره په فطري ډول فرق لري؛ نو له نارينه څخه يې مسؤليتونه هم کم دي، چې په لنډوکې ورته اشاره کوو:

۱: د ښځو ديني او مذهبي مسؤليتونه: په ديني ډګر کې ښځې له سړيو څخه کم مسؤليت لري او د همدې لږ مسؤليت په سرته رسولو سره يې مسؤليت ادا کېږي او الله جل جلاله ورته پوره اجر او بدله ورکوي، لکه په ښځو د جماعت لمونځ نشته د اخترو لمونځ، د حيض او نفاس په وخت کې لمونځ ور باندې نشته، دا رنګه د چا د نفقې مسؤليت ورباندې نشته، په جهاد کې ګډون پرې فرض نه دی، که لاړې شي ثواب ورته شته او په غنيمت کې برخه ورکول کېږي.

۲: د ښځو ټولنيز مسؤليتونه: ښځه د کورنۍ ساتنه، حفاظت او پالنه کوي د ماشومانو پالل او روزنه يې اصلي دنده ده، د خپلو خپلوانو سره اړيکې ساتل او صله رحمي کول هم بايد سرته ورسوي د خلکو خير خواهي هم بايد ولري.

۳: د ښځو سياسي مسؤليتونه: ښځې به خپلو مشرانو ته سلا مشورې ورکوي، په نېکو امر او له بدو څخه به يې منع کوي، په غزواتو او جهاد کې برخه اخيستل او لازم خدمت او کارونه سرته رسول.

۴: د ښځو مالي مسؤليتونه: ښځې کولای شي په خپله خوښه تجارت او اقتصادي کار وکړي، خپل مال په حلال تجارت واچوي او ګټه يې تر لاسه کړي.

د ښځو ټول مالي مصارف په پلار او بيا په خاوند باندې دي او هغه په ټول ژوندانه کې هېڅ مصرف په خپله نه کوي بلکې ټول مصارف يې په بل چا دي تر څو هغه وکولای شي خپله اصلي او ورسپارل شوې دنده سر ته ورسوي هغه د ټولو مالي مشکلاتو او ستونزو څخه بې غمه ده، د ښځو خوراک، څښاک، تعليم او زده کړه، پوښاک او د اوسېدلو ځای هر څه په بل چا اچول شوي؛ نو ځکه ښځې ته ډېر ضرورت نه پېښېږي چې له کوره د باندې ووځي او کار وکړي ځکه ټول مشکلات يې د کور دننه حل شوي دي.

په اسلام کې د ښځو حقوقو ته په کتو سره ښځه د احترام او درناوي وړ ده، اسلام ښځې ته عزت او درناوی ور په برخه کړی دی، ښځه يې د ملغلرې په څېر په ښکلي حجاب کې پوښلې تر څو يې د زمانې ګردجن نظرونه له مخ نه ايماني نورانيت ونه څنډي، او نه د نورو ايماني ځواک ته خطر پېښ کړي؛ ځکه ښځه په فطري ډول کورنی او له حيا ډک ژوند خوښوي؛ نو اسلام يې فطري غوښتنو ته احترام کړی او ښځې ته يې ډآډ او سکون بښلی دی، په اسلامي ټولنه کې ښځه د حيا او عزت ژوند کوي په مسلمانه جامعه کې يوې ښځې ته د مور، خور، لور او مېرمنې په درندو الفاظو خطاب کېږي.

دلته ښځه په خپل کورکې د عزت او ابرو ءژوند کوي د پلار، مور، انا او بابا هر يوه پر خپل ځای احترام موجود دی، ښځه پر خپل کورني ژوند فخر کوي او له خپل خاوند او بچو سره د مينې، عزت او ابرو خوشاله ژوند تېروي، کورنی نظام حاکم ده هيڅوک بې سر پنا او بې سرپرسته نه دي.

خو دا چې له غربي ديموکراسۍ سره را الوتي د فيشن طوفان زموږ له ډېرو مسلمانو خويندو نه د سر پړوني يووړل دا د اسلام ګنا نه ده بلکه دا زموږ نيګړتيا ده، اسلام خو ښځه د نړۍ تر ټولو غوره متاع بللې ده نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: «

الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ»

ژباړه: دنيا يوه متاع او سامان ده او د دنيآ تر ټولو غوره متاع نېکه او صالحه ښځه ده.

د اسلام په تاريخ کې موږ په ډېر جرات سره د خديجې، سميې، عايشې، صفيې، فاطمې، زينب او رابعې نومونه اخيستلای شو، چې د نړۍ ښځو ته يې ځلانده تاريخ پرې ايښی دی او تر ننه د زمانې وياړ دي، که نن هم زموږ مسلمانې خويندې د هغوی پر قدم لاړې شي او د اسلام په اصولو ژوند وکړي لرې نه ده چې معاصره نړۍ يو ځل بيا د سميې، عايشې، فاطمې او رابعې مثالونه په خپلو سترګو و ويني.

که چېرې ښځې ته خپلسري او افراطي ازدي ورکول شي بيا ورنه د زمکې پر مخ لويه فتنه نشته لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ((مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ))

ژباړه: ما له ځانه وروسته د سړيو لپاره له ښځو څخه پرته بله زيان اړونکې فتنه نه ده پرې ايښې.

ښځه په ديموکراسۍ کې:

ديموکراسۍ يو نظام دی چې په غرب کې د فرانسې له انقلاب وروسته، د کليسا او ديکتاتورۍ له نسکورېدو سم را منځ ته شو، غربيانو ديموکراسۍ ته داسې تعريف کړی دی: ديموکراسي له دوه لاتيني کلمو څخه جوړه ده چې يوه يې: (Demos) د ولس په معنی او بله يې (Kratos) د واک او حکم په معنی ده چې اصطلاحي تعريف يې داسې ورته کړی دی: د خلکو حکومت د خلکو په لاس د خلکو لپاره. غربيان له ديکتاتورۍ او د دين له سلطې نه ستړي شوي و، ځکه يې دواړه له نظام نه ويستل او هر څه يې خلکو ته په لاس کې ورکړه چې د قانون جوړونې مکمل واک يې خلکو ته ورکړ او دا ځای يې له اسلام سره په ټکر کې ده، ځکه په اسلام کې حاکميت او قانون جوړونه تنها د خالق او رب العلمين وظيفه ده نه د مخلوق لکه الله جل جلاله فرمايي: إِنِ

الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ) (يوسف: 40).

ژباړه: نه دی حکومت (د هيچا) مګر خاص د الله دی امر يې کړی دی په دې چې عبادت مه کوئ تاسې مګر د همده.
وقال الله تعالى: (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ) الأحزاب:36.

ژباړه: او نه ده روا هېڅ مومن سړي او مؤمنې ښځې ته چې کله فيصله وکړي الله جل جلاله او رسول يې په يو کار کې چې وي دې دوی ته اختيار په خپل کار کې.

دا رنګه الله تعالی فرمايي: (وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ) (المائدة: 50).

ژباړه: او څوک ډېر ښه دی له الله جل جلاله څخه د حکم له جهته هغه قوم ته چې يقين لري.

ديموکراسۍ بيا څو اصله لري چې يو يې د حقوقو او ازاديو اصل دی په دې ازاديو کې يې يوه شخصي ازادي ده، چې دا په غرب کې تر ټولو مقدسه ازادي ده يعنې انسان د خپل شخصيت پوره واک لري، هغه په خپل ځان هر څه کولای شي که هر ډول اخلاق غوره کوي خپل حق يې دی، پرته له دې چې هغه کړه وړه دې د روا او ناروا په تله و تلل شي، په ډيموکراسۍ کې زنا، لواطت، همجنس بازي او دې ته ورته نور کارونه د انسان شخصي حق دی او کولای يې شي تر هغه چې اجبار نه وي په کې راغلی.

نو ديموکراسۍ له دې لارې نر او ښځو ته داسې يوه افراطي ازادي ورکړې ده چې د ښځې سپېڅلی شخصيت يې له ستر شهواني ناورين سره مخ کړی دی، دوی وايي چې ښځه له نر سره په ټوله معنا مساوي ده او مساوي حقوق لري، په کار، کسب او هر څه کې له سړي سره بايد اوږه پر اوږه کار وکړي.

اوس به په غربي نړۍ کې عملي مثالونه وګورو چې په غربي ټولنه کې د يوې ښځې ژوند څه ډول ده او څنګه حقوق هغې ته ورکول شوي دي.

په نوې غربي ټولنه کې چې يوه ښځه د ديموکراسۍ په اصولو بازارونو ته وځي او خپل کورونه پرېږدي، غواړي کار ځايونو ته لاړې شي له نارينه و سره ګډ کار وکړي او خپل ژوند برابر کړي، هلته ګوري چې ټول ځايونه له نارينه و ډک وي او په هېڅ کومه شعبه کې د دې لپاره ځای نه وي؛ نو دغه نجلۍ بايد څه وکړي؟

دا وخت له دې سره يو شی پاتې دی چې د هغه په واسطه ځان ته ډوډۍ پيدا کړې چې هغه د دې ښځيتوب او ښايست دی تر څو يې بازار ته وړاندې کړي، ځکه دې ته د دې ازادۍ حق ورکړل شوی دی، چې خپل ځان د نارينه و د تفريح لپاره نانځکه کړي، ښځينه شخصيت هلته په نوې غربي ټولنه کې فقط همدومره ارزښت او بيه لري.

په لويديځ کې اوس دا يوه عادي خبره ګڼل کېږي چې ښځې بايد کورونه پرېږدي او د باندې ووځي، نارينه و ته ورته کارونه وکړي مګر هلته چې کله خپل زور او قوت له نارينه و سره پرتله کړي؛ نو خپل قيمت نه شي تر لاسه کولای؛ خو يو بديل له ځانه سره لري او هغه دا چې خپل ښځينه بدن له يو عالم ناز او نخرو سره د نارينه و مخې ته کېږدي او خپل بازار ښه تود وساتي په نوې غربي متمدنه ټولنه کې له نارينه سره د ښځې د مساوات او برابرۍ بس همدغه مفهوم پاتې دی.

په لويديځ کې چې کوم د ښځو د حقوقو او امتيازاتو ډېر تبليغات کېږي دا هسې پروپاګند دی، حقيقت بل شان دی دا هسې د اسلام د بدنامۍ لپاره دا کار کوي تر څو اسلام د خلکو په اذهانو کې کرکجن کړي. په غرب کې د نر او ښځې د اختلاط او افراطي ازادۍ د زيانونو څو نمونې درته بيانوو:

د کورني نظام ختمېدل، د نشه يي موادو استعمال او رواجېدل، د جبري زنا او فحاشۍ زياتوالی، د بې واده پېغلو په وړاندې د اولادونو ستونزه، د ماشومانو او حمل ضايع کول، چې روغتيايي ستونزې منځ ته راوړي، د حرامي او ناجائزه اولادونو بې شماره پيداکېدل، د جنسي ناروغيو لکه ايډز او سيفلس وبايي شکل غوره کول او ميليونونه خلک پرې اخته کېدل، د ځان وژنې فيصدي زياتېدل، په بوډاولي کې د بې کسۍ او مايوسۍ ژوند تېرول، د مور او پلار په ژوندانه کې د اولادونو د يتيمانو په شان ژوند تېرول، د ځوانانو څخه مجرمان او جنايتکاران جوړېدل، د جنس د بدلولو ليونتوب او داسې نورې په سلګونو ستونزې را منځ ته کېږي.
په غرب کې ښځه کوم ډول حقوقو ته لاسرسی لري:

يوې امريکايي ورځپاڼې ليکلي چې په امريکا کې د ښځو اوسط معاش نسبت نرانو ته ۶۰٪ کم دی په جاپان کې ۵۵٪ کم دی او په سياسي لحاظ يې برخه او ونډه ډېره کمه ده، په امريکا کې ۷۷٪ غريبان ښځې او ماشومان دي، د نرانو په نسبت د ښځو عايدات ۶۲٪ کم دي؛ نو په غرب کې يو شانته کار کول، يو شانته اسانتياوې لاس ته راوړل او يو شانته حقوق اخيستل يو خوب او افسانه ده.

د کره او موثقو راپورونو پر اساس په لويديځ کې لاندې ستونزې او مشکلات شته چې د ښځو او نرانو د مساوات حقيقت پکې څرګندېږي:

۱-د ډېر احتياطي راپور په اساس په امريکا کې په هرو لسو دقيقو کې د يوې ښځې ابرو تويږي.

۲-په امريکا کې يواځې ۱۵٪ ماشومان د مور او پلار له سيوري برخمن دي پاتې هسې حراميان او بې پلاره ګرځي.

۳-په ډنمارک، بريتانيا او فرانسه کې ۱۵٪ ماشومان حراميان او ناجائزه پيداکېږي.

۴- په جرمني کې ۷۲٪ نارينه پرته له نکاح څخه ښځې لري او ۱۲۰ لکه جوړې پرته له نکاح څخه ژوند تېروي.

۵-د امريکا په مرکزي دفترونو کې ۸۲٪ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي.

۶-د امريکا په ايالتي حکومتونو کي ۸۵٪ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي.

۷-په امريکا کې د نکاح او طلاق نسبت برابر شوی دی .

په غرب کې ښځې هسې د يو سامان په حيث استعمالېږي هېڅ قيمت، حيثيت او ارزښت نه لري، يوه المانۍ ښځه وايي: د غرب په وراسته تمدن ونه غولېږئ! دغه هر څه دوکه او چل دی دوی غواړي تر همدغه سر ټکي لاندې تاسې تېر باسي او له خپل دين نه مو په لېرې واټن کې و غورځوي. اسلام او په اسلام کې نظم د ښځې له شخصيت سر په بشپړه توګه سمون خوري، تاسې کولای شئ دا پوښتنه مطرح کړئ چې دا ولې؟ هو الله جل جلاله د خپل حکمت پر اساس سړی د ښځې په پرتله په عقلي تحمل او بدني قوت سره غښتلی پيدا کړی دی او ښځه يې په عاطفي ډول حساسه او نازکه پيدا کړې چې له سړي سره سياله او انډوله نه ده.

په همدې اساس کور د ښځې لپاره اصلي تم ځای او کار ځای دی؛ کومه ښځه چې له خپل مېړه او اولادونو سره بې کچې مينه ولري هغه په هېڅ صورت هم خپل کور نه پرېږدي او له پرديو سره اختلاط د خپل ځان توهين او سپکاوی ګڼي. ۹۹٪ ښځې په لويديځ کې له نارينه و سره د سيالۍ او مساوات غورځو پرځو دومره لالهانده کړې چې يواځې يې دومره کړي دي چې خپل ځانونه خرڅ کړي او خپل عفت د پرديو نارينه و پر وړاندې کېږدي له دې پرته يې نور هېڅ هم نه دي تر لاسه کړي.

يوه انګليسي ليکواله اني رود وايي: دا چې زموږ لوڼې په خپلو کورونو کې کېني او کار وکړي تر دې ورته غور ده چې کمپنيو او شرکتونو ته ورشي او هلته يې د حيا او عفت پړوني څېرې شي! کاش چې زموږ هيوادونه هم اسلامي هيوادونو ته ورته وای چېرته چې يوې ښځې ته د مور، خور، مېرمن او لور په سترګه کتل کېږي.

غربيان دا هم مدنيت او تمدن بولي چې يوه ښځه دې د خپل مېړه پر وړاندې د بل غېږې ته ور دانګي؛ يا دې يوه ښځه د سپې او سړي تر مڼځ د ګډ جنسي کشمکش ډګر وي. دا دروغ نه دي تاسو معلومات وکړئ چې د ښځې د ازادۍ ډنډورچيان د تمدن په نامه تر کومې اندازې لکه د وږيو لېوانو په څېر د بې چاره ښځو په هډوکو شخوند وهي؟ په غربي ټولنه کې يواځې اخلاقي ځوړتيا نه ده چې د ښځې شخصيت ته يې ټکان ورکړی بلکې په دغه ټولنه کې داسې څه د ښځې پر اوږو بار شوي چې د هغې چنګه او نرۍ ملا يې د تحمل توان بيخي نه لري .

يوه امريکايي ښځه د سړيو د خيانت او بې وفايي له وجې له خپل سپي سره رسمي واده وکړ، په مراسمو کې د سيمې مخورو ګډون کړی و او په اخر کې ښځې له سپي سره د واده کولو علت ووايه: ځکه مې له سپي سره واده وکړ، چې دا سپی مې له هغو مخکنيو نارينه مېړونو څخه وفادار دی ځکه هغوی به زما د نکاح په وجود کې له نورو ښځو سره هم ناروا رابطې ساتلې او دا سپی چې زه يې ښځه يم له بلې ښځې سره رابطه نه کوي نو ځکه له هغو سړيو نه ډېر وفادار دی. دارنګه تېر کال په امريکا کې يوې ښځې له خپل خره سره واده وکړ.

يو ډاکټر د سترګو ليدلی حال ليکي : چې په غرب کې اوسېدلی او هلته د رواني ناروغيو ډاکټر پاتې شوی دی وايي: په بريتانيا کې به ښځو د ميړونو خرڅ ورکاوو لکه د موټر کرايه او د هوټل خرڅ او داسې نور زه حيران وم چې دا ولې؟ وروسته پوی شوم چې هلته د ښځې هېڅ قيمت نشته ښځه سړي ته محتاجه ده هلته يو ځوان له يوې نجلۍ سره انډيوالي کوي يوه دوه مياشتې ورسره تېرې کړي بيا د بلې په لټه کې شي، نو ښځه تل په ډار او غم کې ژوند تېروي چې هسې نه ملګری يې کومه بله ملګرې پيدا کړي او دا خوشې نه کړي نو ځکه د هر څه منلو ته تياره وي.

يو مثال يې درته وړاندې کوم: يوه ورځ مې د رواني مريضانو په منځ کې يوه ښځه وليده چې عمر يې له شلو تر دېرشو کالو و، روحي وضعيت يې ډېر خراب و کله چې لږ را ښه شوه په هوښيارۍ يې خبرې کولې ما د ژوند په هکله ورنه وپوښتل د هغې له سترګو اوښکې روانې شوې او ځواب يې راکړ: زما يواځينۍ ستونزه داده چې په دې غم او پرېشانۍ کې تل ژوند کوم چې نارينه ملګری به مې کله پرېږدي او د نکاح غوښتنه هم نشم ورنه کولای ځکه ډآرېږم هسې نه خپه شي او زما څخه جدا شي. څه وخت مخکې يې وړانديز راته وکړ چې بايد د هغه د رضايت حاصلولو لپاره له هغه څخه بارداره شم، لکه څنګه چې دا ماشوم وينې او زما په حسن او ښکلا کې هم څه کمی نشته په همدې حال هم پوره هڅه کوم اوپه هره لار چې وي خدمت يې کوم تر څو هغه نکاح کولو او د کورنۍ جوړولو ته راسره چمتو کړم؛ خو هغه لا هم زما سره له نکاح ډډه کوي، بس همدغه زما د مرض سبب دی، چې زه په ټولنه کې ځان يوازې احساسوم، زه مېړه نه لرم چې د ژوندانه په ستونزو کې را سره مرسته وکړي البته کورنۍ لرم چې د هغوی شتون او نه شتون ماته يو شان دي، کاشکې ما ماشوم نه درلودای ځکه نه غواړم دا ماشوم هم زما په څېر بدبخته او بدمرغه شي .

يوه بله لويديځ واله مېرمن د ختيځ ښځو ته ليکي: اې د ختيځ ښځې! د لويديځ له هغه تمدن څخه چې د ښځې توب او زوجيت معنی او مفهوم له منځه وړي ځان وساته هغه چې هدف يې فقط او فقط د ښځې توهين دی.

اې د ختيځ ښځې! د لويديځ له ښځې سره سيالي مه کوه او له نارينه و سره د مساوات هوا او هوس له مازغو څخه وباسه!
هو! د لويديځ ښځه د مساوات په دغه مسابقه کې د سلماني(نايي) تر دکان پورې هم ورسېده مګر نايي چې د ښځې پر مخ لاس را کش کړ نو ويې ويل: دا خو له سړي سره مساوي کېدلای نه شي! دا خو ږيره هم نه لري او بريت هم نه لري. نور قضاوت ستاسو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مراجع:

۱: قرانکريم

۲: صحيح البخاري¸ أبو عبد الله محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة بن بردزبة البخاري (194-256هـ)، دار طوق النجاة-مصر، الطبعة: الأولى، 1422هـ، عدد الأجزاء: 9.

۳- صحيح المسلم، مسلم بن الحجاج أبو الحسن القشيري النيسابوري (المتوفى: 261هـ)، الناشر: دار إحياء التراث العربي – بيروت¸ عدد الأجزاء: 5.

۴- اسلامي اجتماعي نظام ، پوهنمل زاهدي احمدزی، چاپ کال: ۱۳۹۱، امير کروړ کتابتون-پېښور.

۵- العلمانية، الليبرالية، الديمقراطية، الدولة المدنية في ميزان الإسلام، الشيخ محمد عبد العزيز أبو النجا، الخبير بمجمع فقهاء الشريعة وعضو الاتحاد العلمي لعلماء المسلمين بالمجلس الإسلامي العالمي للدعوة والإغاثة، قدم له: الأستاذ الدكتور محمد نعيم محمد هاني الساعي، أستاذ الفقه وأصوله وعضو مجمع فقهاء الشريعة وعضو لجنته الدائمة للإفتاء، الطبعة: الثالثة، عدد الأجزاء:1.

۶- شيندلې ملغلرې، نظام الدين شائق، چاپ کال: ۲۰۱۳م، لومړی چاپ، فاتح علمي خپرندويه ټولنه-پېښور.

۷- حجاب، د نظام الدين شائق بحث او څېړنه، چاپ کال: ۱۳۸۵هـ ش، چاپ وار: دويم، عنايت کتاب پلورنځی، بورډ ناصر باغ پېښور.

۸- ، فيمينېزم ښځه او اسلام، راټولوونکی: کامران ملک، خورې په لويديځ کې د ښځې دا حال دی! د عبدالله خاطر ليکنه، چاپ کال: ۱۳۹۴هـ ش، چاپ وار: لومړی، خپروونکی: جميعت اصلاح، ختيځ زون، جلال اباد.

۹- د ښځو حقوق د اسلام ساينس او لويديځ له نظره، د استاد پوهندوی عبدالواسع صابر څېړنه او ليکنه، اصلاح انلاين.

۱۰- سايت تحليلي خبري عصر ايران، تاريخ نشر، ۱۳/۱۱/۱۳۹۱.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

سلامونه: محترم لیکونکی لیکی: ( … ښځی په غزواتو او جهاد کې برخه اخيستل او لازم خدمت او کارونه سرته رسول …) بل ځای کی لیکی: (ښځې کولای شي په خپله خوښه تجارت او اقتصادي کار وکړي، خپل مال په حلال تجارت واچوي او ګټه يې تر لاسه کړي) او بل ځای هم وایی چی ښځه باید په کور وی. آیا دا لازم خدمتونه، جهاد کی برخه اخستل، تجارت دا په خپله زمینه دی ته نه مها کوی چی ښځه باید له کوره ووځی؟ جهاد، زده کړه او تجارت خو دیننه په کور کی نه کیږی بیا زمونږه کلیوالی ژوند… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

ماته غوره حجاب زمونږه د کوچیانو د ښځو، د شرقی زون د ننګرهار د ښځو تور پړونی، د نورستان د ښځو غوره حجاب خو له دا شنی چادری سره می هم جوړه نده او دا د عربو او پنجابیانو توره بورقه می هم نه خوشیږی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

افراط او تفریط د ژوند په هر ګوټ او ډګر کی د بې شمېره ناخوالو د را منځته کېدو لامل ګرځېدای سی او همدارنګه د ځینو عنعنو او رواجونو تړاؤ او وصل کول له دین سره او ددین د ځینو فروعاتو یا اصولو تړاؤ او وصل کول د عنعنو او رواجونو سره هم ټولنیزی او حتی عقیدتی ستونزی زېږولای سی.