
د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو پلاوي د ایران د بهرنيو چارو وزير سره ليدلي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخند د يوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی او هلته يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر محمد جواد ظريف سره ليدلي دي.
د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د ملا برادر اخند په مشرۍ پلاوي له جواد ظريف سره د افغانستان او سيمې په اړينو مسائلو خبرې کړي دي.
نن (نومبر 26) دا.ا.امارت سیاسي مرستیال او دسیاسي دفتر مشرمحترم ملا برادر اخند او ورسره هئيت یې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر جواد ظریف او ورسره هئيت سره په تهران کې وکتل. دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د سولې د پروسې په هکله
تفصیلي خبرې وکړې.— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) November 26, 2019
ښاغلي شاهين زياته کړې، چې په دغه ليدنه کې د افغانستان او ایران د دوه اړخيزو اړيکو سربېره په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو په حل باندې هم له ایراني چارواکو سره خبرې شوي او هغوی ډاډ ورکړی، چې د کډوالو ستونزې به حل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو سياسي د فتر استازي وخت پر وخت د افغانستان پر سولې او نورو اړوندو مسائلو د بحث لپاره د سيمې هېوادونو ته رسمي سفرونه کوي او هر هېواد ته چې ځي، د حکومت له لوري رسمي دولتي پروټوکول ورکول کيږي.
د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي تر دې مخکې هم ایران، چين، روسيې، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو ته رسمي سفرونه کړي، خو د ګډ حکومت د دغو سفرونو او طالب ډيپلوټانو ته د پروټوکول ورکول د کابل حکومت سپکاوی بولي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د کابل دې نيوکو ته اهميت نه دی ورکړی.