افغانستان

د امريکا او جرمني سفیرانو د لوګر د مدني فعالانو نيول او له هغوی په زوره اقرار اخيستل غندلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امريکا سفیر جان بس د ملي امنيت رياست له لوري د لوګر د مدني ټولنې مشر او د هغه د ملګري نيول غندلي دي.

جان بس ويلي، د لوګر د مدني ټولنې مشر موسی محمودي او د هغه ملګری د ملي امنيت له لوري نيول شوی او په زوره ترې اقرار اخيستل شوی او په زوره اقرار اخيستل يې د شورويانو د وخت تکتيک بللی دی.

د امريکا سفير زياته کړې، چې ملي امنيت د لوګر د مدني فعالانو د کم عمره هلکانو د ژوند ژغورلو لپاره ګامونه پورته کړي، خو حکومت په زوره اعتراف کولو ته اړ کړي، چې دا يو ډول وحشت دی.

د جرمني او هالنډ سفیرانو هم د لوګر د مدني فعالانو په نيولو خواشیني ښودلې او د هغوی د خلاصولو غوښتنه يې کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر «يوناما» هم د موسی محمودي او احسان الله حمیدي په نيولو خواشيني ښکاره کړې او د هغوی د خلاصون غوښتنه يې کړې ده.

د بښنې نړيوال سازمان هم د يوې اعلاميې په خپرولو د ملي امنيت له رياسته غوښتي، چې دواړه فعالان خوشې کړي او د هغوی د بندي کولو پر ځای بايد دغه فعالان ستايل شوي وای، چې له سترو جرمونو يې پرده پورته کړي.

لوګر کې د بشري حقونو دوو فعالانو موسی محمودي او احسان الله حميدي نږدې دوه اونۍ وړاندې طلوع نيوز او د برتانيې ګارډين ورځپاڼې ته د لوګر په مرکز پل علم کې د ښوونځيو پر هلکانو د جنسي تېريو په اړه معلومات ورکړي وو او د راپور په جوړولو کې يې ورسره مرسته کړې وه، دواړه فعالان تېره اونۍ په کابل کې نادرکه شوي وو او بالاخره تېره ورځ د ملي امنيت رياست ومنله، چې دواړه مدني فعالان له دوی سره دي.

د طلوع نيوز او ګارډين په راپور کې راغلي وو، چې يوازې د لوګر په مرکز پل علم کې د شپږو ښونځيو پر شاوخوا پنځه سوو کم عمره هلکانو د ښوونکو له لوري جنسي تېري شوي، خو د لوګر ولايت چارواکو دغه راپور رد کړی او له حقیقته يې لرې بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

د ۴۱ کالونو څخه زیات نه یوازی ددی قاتلانو له خوا ملت د اور لمبو کښي سوزی بلکه کوچنی ماشومان هم ددی بی دینه قاتلانو له خوا د جنسی تعرضونو سره مخامخ دی ، او همدارنګه دی کفارو او بی دینو اسلام مبارک دین ته په جهان کښي تروریستی باندی مشهور کړ ، ددوی پر ضد باید علنی په سراسر افغانستان کښي مظاهری شروع شی ، ما ډیری هلی ځلی وکړی چی ددوی نجایزو غیری اسلامی او غیری انسانی اعمالو پر ضد په خارجی ممالکو کښي مظاهری صورت ومومی اما تر اوسه پوری دا موفقیت ندی تر لاسه شوۍ ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x