افغانستان

عبدالله عبدالله: د ټاکنو کمېسیون د یوه ځانګړي ټیم لپاره کار کوي او پرېکړې یې مشروعیت نه لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشروعیت او خپلواکي له لاسه ورکړې او د یوه مشخص ټیم لپاره کار کوي.

عبدالله په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « ټاکنو کمېسیون د یوه مشخص ټیم په دستور کار کوي، ددوی مشروعیت تر پوښتنې لاندې راغلی او که چېرې قانوني لارې ته راونګرځي، د منځته راتلونکو پېښو پړه به د کمېسیون او هغه چا په غاړه وي، چې کمېسیون یې پر غلط مسیر تګ ته هڅولی.»

نوموړي زیاته کړې « موږ له ټولو سوله ییزو او مشروع لارو د یوه تقلبي حکومت د منځته راتګ مخه نیسو، د خدای په مرسته باور لرو او د افغانستان د خلګو مشروع حق له لاسه ورکولو ته نه پرېنږدو.»

د عبدالله په خبره، له ټاکنو کمېسیون یې هيڅ غیر قانوني غوښتنه نه ده کړې؛ نو ځکه یې باید غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي.

د عبدالله عبدالله او ټاکنو کمېسیون تر منځ ناندرۍ داسې مهال دوام لري، چې په ګڼو ولایتونو کې د رایو د بیا ځلې شمېرنې پروسه د عبدالله عبدالله د پلویانو له لوري درول شوې.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون مشره «حوا علم نورستاني» وایي، د رایو د بیا ځلې شمېرنې د پروسې له بشپړېدو وروسته به په چټکۍ پایلې اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x