افغانستان

افغانان: اشرف غني د «غازي»  مډال  د افغانانو «قاتل» ته ورکړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د غوڅ ملاتړ د ماموریت مرستیال قوماندان ته د افغانانو د ویاړلي شخصیت «میر مسجدي خان» مډال ورکړ؛ په ټولنیزو رسنیو باندې دې کار ګڼ منفي غبرګونونه راوپارول.

سیاسي فعال او د کابل پوهنتون استاد «فیض محمد ځلاند» دې کار ته په غبرګون کې په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « افسوس! نن د میر مسجدي خان مډال مپکر د ډرون بمبار، شپنیزو عملیاتو او د افغان وژنې د مخکښ جنرال په سینه و ټومبه، نن که میرمسجدي خان ژوندی و، نو همدې جنرال به د ستر ترهګر نوم ورته اخیست.»

نوموړي زیاته کړې « مپکر او ارګمیشتي ټامیان او سلاکاران یې د افغان میړني تاریخ څخه ناخبره دي، کنه کله به یې هم داسې شرموونکی کار نه و ترسره کړی.»

د نور احمدي په نامه یوه بل تن لیکلي « نور یی هم تشویق کړه چی موږ باندی دبمونو مور هم وآزمویی.»

د وکیل احمد ذاکر په نوم یو بل تن لیکلي «ورکړه ورکړه نورمیډالونه هم ورکړه داپاته اولس هم په تباه کړه/هسی هم ستادحکومتولي په دوره کي موتراولس وژنی تیره بل څه ونه لیدل.»

د عبدالخالق دراني په نوم یو بل فعال لیکلي «اى تا مولا غرق که ددې لپاره مډال ورکوې چې ملت يې درته ښه په اخلاص وژلى دى چې خياطان به اوس دې ته کوم پرتوګ ګنډي.»

یاده دې وي،  دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانانو ویاړلو شخصیتونو ته منسوب مډالونه داسې چاته ورکول کېږي، چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا کابل حکومت بهرني چارواکي په همدې ډول تشویق او هڅولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نهضت الله

اشرف غني ته د چپړوسی وخت په لاس ورغلي چې د میړانې افغان ولس مډالونه د افغانانو قاتلینو ته په اوږو ډاکوهی . افسوس د افغانانو په حال چې هم يی واژني او هم يي تقدیروی. موږ په خپل لاس خپل قاتلین تقدیرو، ګناه د چا شوه.

Abdulmajid

دادیر دشرم زای دی چی دیو غازی اوقهرمان مدال دافغانانو سترقاتل اودعصر ترهگر ته ورکول کیگی خوافسوس چی دا دغرب مزدوران اوتربیه شوی زناور په حیا ندی خبر.

مجاهد

ښه خلک ښو خلکو او بد خلک بدو خلکو ته مدالونه ورکوی. تر هغه امریکایی وحشی جرال غلام غنی او غلام کرزی تر تولو لوی قاتلین دی. ونه وایی، [[ که د تبرګی لاستی زما نه نه وی زه یی نه شوم غوڅولای ]] مدال خو ساده خبره ده ځانونه زامن لوڼه او ناموس یی لمړی د اشغالګرو او بیا د دوی په واک کی دی د مثال په ډول : ۱ ــ د غنی او ترمپ هغه د لمړی ځل لیدلو ویدیو په غور سره وګوری ( له شفیع ایار څخه هیله وکړی چه در ایمیل یی کړی )… نور لوستل »

masoom afghan

مجاهد ورور! په دې اړه ډیر ښه معلومات خپاره کړي، نور وضاحت ته یې ضرورت نشته.
د سپکو سپک هغه د اشپز غني ده.
بې مغزه پوچ مغزه مفکر چې په افغانانو یو عذاب مسلط شوﺉ.

ياسر

اشغالگرو أمريكا يانو د شاشوجاع پشان خپل ډیر بيضميره ګوډاګیان خړی سترگي پریښې او پښی يي ترينه سپكي کړیدی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx