ورزش

چمپينز ليګ: د ريال مدريد او پي ايس جي لوبډلو سيالي مساوي شوه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل):د اروپا اتلانو ليګ فوټبال سياليو په شپږمه ورځ د ريال مدريد او پاريس سان جرمان (PSG) لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سيالي مساوي پای ته ورسېده.

که څه هم په ياده لوبه کې ريال مدريد پر پي ايس جي وړانډې والی درلود خو په وروستيو شېبو کې پي ايس جي لوبډلې دوه ګولونه ووهل او له ماتې ځان وژغوره.

د لوبې لومړۍ نيمايي په ۱۷مه دقيقه کې د ريال مدريد لخوا فرانسوي مسلمان لوبغاړي کريم بينزيما ګول وواهه، په دې سره لومړۍ نيمايي په ۱-۰ پای ته ورسېده.

د دويمې نيمايي په ۷۹مه دقيقه کې يو وار بيا کريم بينزيما د ريال مدريد په ګټه ګول وواهه، خو سمدلاسه وروسته ورپسې د ۳ دقيقو په دوران کې پي ايس جي لوبډلې ۲ ګولونه ووهل او لوبه يې ۲-۲ مساوي کړه، چې تر پايه يې دوام وکړ.

د ريال مدريد او پاريس سان جرمان لوبډلو ترمنځ د چمپينز ليګ په لومړۍ ورځ هم سيالي ترسره شوې وه چې ريال مدريد په ۳-۰ له ماتې سره مخ شوی و، اوسمهال پي ايس جي لوبډله ددې ګروپ په سر کې ځای لري‌.

بل لوري ته د کريستيانو رونالډو لوبډلې «يوونتوس» اتلاتيک مدريد لوبډلې ته له جالبې لوبې وروسته په ۱-۰ ماتې ورکړه، ډغه راز مانچسټر سيټي او بايرن ميونيخ لوبډلو هم خپل سيالان مات کړل.

ريال مدريد، پي ايس جي، مانچسټر سيټي، يوونتوس او ټوتنهام هاټسپر لوبډلو د اروپا اتلانو ليګ دويم پړاو ته لار وموندله.

د چمپينز ليګ سياليو د شپږمې ورځې په لړ کې نن شپه د ليونل ميسي لوبډله «برسلونا»، اياکس، چيلسي او ليورپول د خپلو سيالانو سره مخامخ کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx