ټویټر وایي ډیر ژر به «غیر فعال» اکاونټونه بند کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې ټویټر اعلان کړی چې له دې وروسته به غیر فعال اکاونټونه په بشپړه توګه بند کړي.

د ټویټر چارواکي وایي، دوی به هغه اکاونټونه چې له تېرو شپږو میاشتو نه دي استعمال شوي ډير ژر بند کړي.

د یاد شرکت له خوا دغه ګام د محرمیت یا پرایویسي تګلارې اوسمهالولو لپاره شوی دی، تر څو ټویټر په ټولنیزو رسنیو یو له مهمو شبکو څخه وګرځول شي.

د ټویټر چارواکي وایي، له ډيرې مودې بند اکاونټونه ددې لپاره له منځه وړي تر څو کاروونکي ټویټر د یوې مهمې او د اهمیت وړ شبکې په توګه استعمال کړي.

لومړی به ټویټر دغه اکاونټونه دورمنت یا حساس لیست ته وغورځوي، وروسته به د راتلونکې دیسمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې مهلت ورکړل شي، هغه کاروونکي چې د ټویټر په استعمال کې بې پروایي کوي یا جعلي اکاونټونه چلوي په بشپړ ډول به یې اکاونټ له منځه ولاړ شي.

له ۱۱مې نیټې وروسته به که څه هم د اکاونټونو بندیدلو پړاو پېل شي خو د هغه کاروونکو چې کله نا کله اکاونټ پرانیزي خو فعالیت نه لري بیا کتنه وشي، د اکاونټ فعالیت ته په کتلو به یې پریکړه کیږي.

که چیرې کاروونکي لږ تر لږه په شپږو میاشتو کې پر ټویټر ټويټ کوي د شرکت لخوا پر دوی بندیز نه لګول کیږي، او که له ټویټ کولو پرته ټویټر ته داخلیږي دغه کسان به دویم پړاو ته وغورځول شي.

د شرکت چارواکو د وینا سره سم دغه ګام یې د ټویټر اکاونټونو فعال ساتلو لپاره کړی تر څو کاروونکي ددې محرمیت پالیسۍ سره سم پرمخ ولاړ شي، او ټویټر یوه پاکه او خوندي شبکه وساتي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د