نړۍ

تورخم: دناټوځواکونو اړونده ټانکران وسوځول شول

NATO_TANKERS_SET_ON_FIRE (نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۱) تورخم: راپورونه وایی  تیره ورځ ناوخته دپاکستان اوافغانستان پرپوله تورخم باندی ولاړو دتیلو ټانکرانو کي چاودنه وشوه،

له سیمي څخه امنیتي چارواکي وایی دچاودني له کبله ځلور ټانکران په بشپړه توګه له منځه تللی دی او دري نورو ټانکرانوته زیان اوښتي دي.

دچاودني له امله چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتي، او دپیښي پړه یوي سمیزي وسلوالي ډلي عبدالله عظام په غاړه اخیستي ده.

تیره ورځ دکراچي او کوټي پرلویه لاره باندي هم نامالومو وسلوالو دناټو ځواکونو ته تیل وړونکي ټانکران په نښه کړی وو، چي له امله یی دوه ټانکران په بشپړه توګه له منځه تللی وو، او دیوه ټانکران چولونکي هم سخت ژوبل شوی وو.

نن ټکي اسیا

{youtube}QMHAqkU7vOk{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x