افغانستان

د لوګر دواړه مدني فعالان د ملي امنيت له زندانه خوشې شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت رياست وايي، په لوګر ولايت کې پر ماشومانو د جنسي تېريو د راپور جوړوونکي د مدني ټولنې دواړه فعالان خوشې شوي دي.

دواړه مدني فعالان موسی محمودي او احسان الله حميدي نږدې دوه اونۍ وړاندې طلوع نيوز او د برتانيې ګاډين ورځپاڼې ته د ښوونځيو پر ماشومانو د جنسي تېريو د راپور له چمتو کولو وروسته درې ورځې وړاندې په کابل کې نادرکه شوي وو، چې وروسته څرګنده شوه، دغه دواړه کسان د ملي امنيت په توقیف خونه کې دي.

په کابل کې د امريکا سفير جان بس د دغو دواړو مدني فعالانو په نيولو سخته نيوکه کړې وه او په خپله ټويټر پاڼه کې يې ويلي و، چې حکومتي ادارې د شورويانو په څېر له خلکو په زوره اعترافونه اخلي.

د امريکا د سفیر سربېره د جرمني، هالنډ او يو شمېر نورو غربي هېوادونو سفيرانو هم د يادو مدني فعالانو د نيول کېدو له امله پر حکومت سختې نيوکې کړې وې او د هغوی د خوشې کولو غوښتنه يې کړې وه.

د غربي ديپلوماتانو له نيوکو وروسته د ملي امنیت رياست دواړه مدني فعالان خوشې کړي او د بشري حقونو کميسيون ته يې سپارلي دي.

د ملي امنيت رياست په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د موسي محمودي او احسان الله حميدي له لوري چمتو شوی راپور پر کره معلوماتو نه و ولاړ او د ياد راپور له امله د ښوونکو او زده کوونکو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مجموعی ژوند د ځنکدن سختی شیبی دی، نړیوال حکومت تاسیس شوی چارواکی یی بین الملل دجال مافیه ده. حلال او حرام سرچپه او هغه سرچپه یی قانونی شوی. تر دی چه نارینه د نارینه وو او شځی د ښځو سره قانونی نکاح یعنی د سکس کولو قرارداد لاسلیک کوی او میراث تر لاسه کولای شی او او ……. اصلی موضع دننه په هیواد کی : اشغال او مستعمره هیواد کی د ټاکنو او داسی نورو هغه او دغو په تمثیلولو بلواکه خپلواکه شودلو او داسی نورو ته حیرانوونکی او ویروونکی ده، دا ځکه چه د مجموعی ژوند د ځنکدن اخری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x