ورزش

د ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ ویسټ انډيز پر افغان لوبډلې برلاسی و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ویسټ انډيز لوبډلو نن د چهارشنبې په ورځ د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې د یوازیني ټیسټ لوبې پېل وکړ چې په کې افغانستان لومړی توپوهنه پېل کړه.

افغان لوبډلې د ابراهیم ځدران او جاوید احمدي په مرسته پېل وکړ چې په ۲۸ منډو ابراهیم ځدران د رکیم کورنوال ښکار شو، له دې وروسته احمدي او احسان جنت ۵۶ منډې ملګرتیا وکړه، خو د خوړو له وقفې څو اورونه مخکې افغانستان د احمدي او احسان جنت له لاسه ورکړل.

په منځني لوبغاړو کې هیڅوک ونه ځلید، رحمت شاه، اصغر افغان او ناصر جمال په ګډه ۱۰ منډې وکړې، خو په پای کې افسر ځاځي او حمزه هوتک د ۵۴ منډو ملګرتیا وکړه، په پای کې د ټولو لوبغاړو په سوزېدلو افغانستان «۱۸۷» منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې لخوا هیڅ کوم لوبغاړي له ۴۰ زیاتې منډې ونه کړې، جاوید احمدي ۳۹، افسر ځاځي ۳۲ او حمزه هوتک ۳۴ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې یو مهال په ۹۰ منډو دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو خو د ځاځي او حمزه ملګرتیا سربېره ټول په ۱۸۷ منډو وسوزېدل.

په ځواب کې د ویسټ انډيز لوبډلې لومړی توپ وهونکی د حمزه هوتک ښکار شو، له هغې وروسته راشد خان د شای هوپ ستره ویکټه ترلاسه کړه خو د جان کیمپبل او شمر بروکز ملګرتیا د ورځې په پای سره منډې تر ۶۸ ورسولې.

په ننۍ لوبه کې ویسټ انډيز په ۲ لوبغاړو ۶۸ منډې وکړې، په توپ اچونه کې وزني ویسټ انډيزي لوبغاړي رکیم کورنوال د افغانستان «۷» لوبغاړي وسوزول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x