افغانستان

کندز: د سړک غاړې ماين چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په يو موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې له امله يې پنځلس تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کندز والي عبدالجبار نعيمي وايي چې نن مازيګر د ملکي وګړو د واده يو موټر چې د خان اباد ولسوالۍ څخه امام صاحب ولسوالۍ ته په لاره و د ايخم چال کلي کې پرې چاودنه شوې ده چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

په وژل شويو کې ۶ ميرمنې، ۸ ماشومان او یو سړی شامل دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې چاودېدلی ماين تازه ايښودل شوی او که پخوانی پاتې دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د جګړې او نا امنيو له امله ډیری وخت ملکي وګړي هم د جګړو، بمباريو او چاودنو ښکار کيږي چې له امله يې د ملکي وګړو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x