افغانستان

د طالبانو د سیاسي دفتر غړو د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې او جرمني له استازو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، د سیاسي دفتر غړو د افغانستان لپاره داروپایي اتحادیې او جرمني هیواد له ځانګړو استازو «رونالډ کوبیا» او «مارکس پوتزل» سره لیدلي او د افغانستان د سولې په تړاو یې ورسره بحثونه کړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټويټر لیکلي «د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مرستیال محترم عباس ستانکزی او ورسره هئیت یې نن د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له خاص استازي رولانډ کوبیا او پرون یې د المان له خاص استازي مارکس پوتزیل سره په دوحه کې وکتل.»

نوموړي زیاته کړې «پدې کتنو کې دواړو لوریو د هیواد په روان وضعیت او همداشان د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د سولې د روانې پروسې په هکله خبرې وکړې.»

له طالبانو سره د اروپايي اتحادیې او جرمني د استازو د ناستو خبرونه داسې مهال خپرېږي، چې تېره ورځ هم ددې ډلې یو پلاوی د «ملا برادر اخند» په مشرۍ «ایران» ته تللی وو او هلته یې ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر «جواد ظریف» لیدلي وو.

په دې وروستیو کې، په ځانګړې ډول له طالب زندانیانو سره د امریکايي پوهنتون د ښوونکو له تبادلې وروسته داسې نښې شته، چې ښايي امریکا له طالبانو سره درېدلي مذاکرات بیا  پيل کړي، څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هم اعتراف وکړ، چې له طالبانو سره یې د سولې په هوکړه کار روان کړی او غواړي خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

د ګوډاګي رژیم لپاره ډیر بد زیرﺉ ده.
د طالب مشرانو د کتنې به دولت څنګه وزغمي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x