ماتېدونکي زندانونه….!

جمال پشتون

کله چې امریکایانو پر افغانستان تازه چپاو راووړ، د وحشیانه بمبار او ډلوژنې تر څنګ یې ځینې افغانان د ګوانتانامو ټاپو کې زنداني کړل او ځینې نور یې د کندهار او بګرام بدنامو زندانونو کې ځای پر ځای کړل. امریکايي رسنیو د دغو زندانونو، په تېره د ګوانتانامو اسیران ښکارول چې نارنجې جامې پرتن، ځینې د کپسونو منځ کې او ځینې به یوې او بلې خوا ته عسکرو لېږدول….هغه شېبې ډېرې دردوونکې او نهیلې کوونکې وې. د هیلو او د حاکم وحشت او مظالمو د بدلون هېڅ څرک نه لګېده. د هېچا زړه ته نه لوېده چې دا حالت به بدلېږي، دا ټاپويي زندانونه او وسپنیزې زولنې به ماتېږي.

هو، موږ نن دا هر څه وینو. موږ وینو چې د خدای د رضا لپاره د یوه عظیم ملت د عزم په وړاندې دا خنډونه نه شي ټینګېدای. دا به داسې ماتېږي لکه ورخونه چې د سېلاو اوبه په مخه اخلي. سلام دې وي د هغه مشر روح ته چې د سر په سترګو یې د امریکايي یرغلګرو بي۵۲ چورلکو بمبارونه او کروز غوندیو وراني کتل….خو بیا یې هم ویل چې «یو تحول راوان دی، ستاسې خوښه منئ يې کنه، خو زه درته وایم چې یو تحول به راځي او دا خلک به ماتېږي». دا خبرې هغه وخت تالي څټو بابېزه ګڼلې، ځکه هغوی د امریکايي ملاتړ نشې داسې مست کړي وو چې د خدای ارادو او د ملت عظم باندې يې ایمانونه بایللي ول.

پرون مې پر خواله رسنیو د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړي مولوي محمد نبي عمري او تازه ازاد شوي ورور یې حافظ عبدالرشید عمري عکس ولید چې لاسونه یې سره ورکړي او خندان ناست دي. له دې سره د انس حقاني تازه عکس هم راغلی چې په دوحه کې اخیستل شوی. دا د انس حقاني لومړنی عکس دی چې له ازادۍ وروسته خپرېږي. مولوي محمد نبي عمري دیارلس کاله د ګوانتانامو کرغېړن زندان کې وربړول شو. دی تازه ازاد شوی و او ورور یې غوښتل لالا له کلونو زندان وروسته وګوري چې پر لار ونیول شو. کورنۍ يې د مولوي عمري د ازادۍ خوښي لا نه وه نمانځلې چې حافظ رشید ونیول شو. حافظ رشید هم نژدې پنځه کاله د بګرام زندان تېر کړ. لکه د یوسف ع سنت ژوندي کولو اراده چې همدې وروڼو کړې وي. همداسې انس حقاني د سپین ږیري ستر حقاني صاحب کشری زوی و چې د څلورو وروڼو له شهادتونو وروسته ونیول شو او د بګرام مېلمه شو. کومه ورځ چې انس حقاني ونیول شو، ما چې د اشرف غني د امنیتي ادارو خوښي او ګډا لیده هېڅ مې زړه ته نه لوېده چې دا مظلوم به یوه ورځ د دې وحشیانو له زندانه وځي او د مذاکراتي ټیم غړی به وي. نن موږ وینو چې هماغه انس د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړی دی، هغه ټیم چې امریکایان ورسره د سبا افغانستان په اړه د یوه مقتدر طرف په توګه خبرې کوي. نن مې چې دغه پروني زندانیان خندان ولیدل، د خدای شکر مې ادا کړ او په دې خنداوو کې مې د غمونو، دردونو، کړاوونو او نهیلیو د اوږدې شپې د پای شېبې او د سپین سهار د سباوون پړکا ولیده.

ماته د استاد یاسر رح هغه خبره رایاد شوه چې ویل به یې «زندانونه مات کړئ، که یې نه یې شئ ماتولای ډک یې کړئ». طالبانو هم زندانونه ډک کړل، هم یې مات کړل. ډکول خو یې ټولو ته معلوم دي چې یوسفي طالبې ځوانۍ د یرغلګرو او د هغوی د تالي څټو زندانونو وخوړې. ملا عبیدالله اخوند، استاد یاسر، ملا برادر اخوند او بلا شمېر نور مشرانو د تر ټولو وحشي زندانونو کړاوونه وګالل، خو له خپل عزم او ارادې په شا نه شول. که ځینو نورو مشرانو ته زندانونه خدای نه و په نصیب کړي، هغوی تر زندان ډېرو سختو ته ځانونه ورکړل. نژدې ټولو یې زندانونه ډک کړل. مات یې نو بیا داسې کړل چې هم یې عملاً مات کړل لکه د کندهار زندان چې مات شو او داسې هم لکه د انس حقاني ازادي چې د افغان حکومت سرې کرښې په ژېړو بدلې کړې.

د انس حقاني او حافظ عبدالرشید د عکسونو په لیدو راته د نهیلۍ هغه شېبې سترګو ته ودرېدې چې کله یرغلګرو دغه بې وسلې او ملکي ځوانان په غدر ونیول او بیا یې افغان حکومت ته حواله کړل. نن چې ګورم له خپلو خپلوانو ښاد او خندان دي، د دې مبارزې پر حقانیت او بریا مې لا یقین پوخ شو. د الله تعالی وعدې درواغ نه دي. حق به راځي او کامیابېږي. لکه دا جعلي سرې کرښې چې ژېړې شوې او اشرف غني په نه زړه او یو دنیا غم او رنځ د امرالله صالح او فضل هادي مسلمیار خوا کې د انس حقاني او ملګرو د ازادۍ اعلان یې کاوه، دغسې به د دوی یوه سترګه خاندي بله ژاړي او دا وحشت به پای مومي او افغانان به په خپله خوښه خپل نظام او حکومت جوړوي. نن د هغه انس د ازادي اعلان کېده چې همدې پلن مسلمیار یې د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره د اعدام غوښتنه کوله….خو نن یې مړه مړه کتل خو هېڅ یې له لاسه نه کېدل، ځکه فیصله بل چا کړې وه او دوی اړ ول چې پلې یې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتون صاحب ! ستا لیکنی هم د خینو نورو ورونو په شان ( الحمدلله دیر دی ) د کاڼی کرښی او به حقایقو تکیه لری په ځانګړی ډول د دی لیکنی عنوان دی ماته هم له ډیری خوشالی هم خندا او هم ژړا راوستله او بلخاصه هغه چه د یاسر صاحب هغه خبره دی پکی رانقل کړی وه چه [ زندانونه مات او یا یی ډک کړی ) طالبانو کټ مټ هغه کارونه کړی او کوی ډیره می خوښه شوه یاسر صاحب می له هغه وخت نزدی ملګری وو چه سعودی کی محصل او له فراغت وروسته جمیعت او بیا… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
پښتون صاحب ته.
زاندان دوه قسمه دی،
اول. انسان جسما بندی خانی ته واچول شی.
دوهم.انسان ،مغزه.سوچ ،فکر،کړه وړه په خپل کنترول واخلی.او هر څه چه یی خوښه وی هغه په کوی.
نو زموږ ستاسو سیاسی مشران،طالیبان او دولتی کسان ټول دوهم قسم بندیان دی،
دا په داسی زاندانونو کی پراته دی چه ماتیدل یی مشکل دی.

عادل عادل
میلمه
عادل عادل

غمی وروره

ايا دا به مناسب وي چې څوک خدای مکړه تاسو او يو متعفنه مرداري په يوه کاڼي وتلي او يو شان مو سره پرتله کړي.

که مو ځواب نه وي

نو بيا کله هم طالبان کرام او ذليل ګوډاګيان يو شان مه ګڼی او په يوه کاڼي يې مه تلئ!

,mujahid
میلمه
,mujahid

پشتین صاحب،تبصره دی سمه مګر تعبیر یی ناسمه او مثالو کی دی باید د ځان په شان لیکلی لیکلی وی ، زړونه او مغزونه د نورو په کنترول کی د ډالرو او مقامو د ترلاسه کولو د پاره وی برخلاف طالبان د هغوی سره په جنګ او د خاوری، خلکو او خپلواکی نه په خپلو مالو او ځانو به قربانیو دفاع کوی . الله ج فرمایی چه ستا په شان خلک سترګی، غوږونه او ژبی لری مګر حق پری نه شی لیدی حق پری نه اوری او حق پری نه شی ویلای تجدید نظر وکړی بده به نه وی (… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

فکری غلامی یا فکری زندان سه ظاهری نشه یا علامه نه لری، بس هر چا چی د بل د فایدو لپاره خپل خلگ وژل او وطن یی د هغو لپاره ورانوی همدی فکری غلام او فکری زندانی دی.نوم او مسلک او نسب یی نه دی مهم. په شپنیو عملیاتو کی بی گناه سوک وژنی؟ د خارجی اشغال لپاره زمینه سوک برابروی؟ پل پلچک مسجد مکتب شفاخانه سرک د اوبو بند، په مسجد کی زانمرگی او …. سوک کوی همدا د فکری غلامی او فکری زندانی امثال دی. که یی واضح کرم هم حکومت او هم طالب دواره فکری غلامان دی،… نور لوستل »