افغانستان

د امريکا لوی درستيز: په افغانستان کې د سولې خبرو د کاميابۍ چانس ډېر زيات شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي و، د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو چانس د پخوا په پرتله ډېر زيات شوی او په لنډ وخت کې به له طالبانو سره د سولې تړون وشي.

جنرال مارک ميلي د لوی درستيز دندې له پيلولو راهيسې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته په نا اعلان شوي سفر راغلی او دلته يې له رسنيو سره د خبرو پر مهال د سولې روانې پروسې ته خوشبينې ښودلې.

د امريکا لوی درستيز ويلي: «زه هيله من يم، چې د مذاکراتو له لوري سولې ته د رسېدو چانس تر هر وخت زيات شوی او په لنډ وخت کې به د افغانستان اتلس کلنه جګړه د سوله ييزو خبرو له لارې پای ته ورسيږي.»

جنرال ميلي زياته کړې، چې «ډېر وخت د اوس په څېر خبرې نهايي شي، خو د ځينو ستونزو له امله دوه ګامه وروسته او يو ګام شاته تګ وشي.»

د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره نهه پړاو مذاکرات په بريا پای ته ورسيدل او يوازې لاسليک او اعلان ته خبره پاتې وه، چې د تېر سپټمبر په اتمه نېټه د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يوه ناببره پرېکړه کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې او بهانه يې دا وه، چې طالبانو په کابل کې يو امريکايي عسکر وژلی دی، خو له شاوخوا دوو مياشتو ځنډ وروسته د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد يو ځل بيا د سولې ماموريت لپاره خپل سفرونه پيل کړل او له طالبانو سره د يې د سولې خبرو ته د زمينې برابرولو په موخه د بنديانو تبادله پيل کړه.

د چارو کارپوهان وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د بنديانو د تبادلې سره د سولې خبرو ته زمينه برابره شوې او ښايي په لنډ وخت کې د سولې خبرې پيل او يوې پای ته ورسيږي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، د امريکا طالبانو ډيپلوماټان په غیر رسمي خبرو اترو بوخت دي او د سولې په تړون کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکا ماته شوی مګر د شوروی اتحاد په شان پوره نه ده مړه شوی د هغه مرګ د مخنیوی د پاره هڅه لری چه که طالب مشران د کابل د غلامی اداری سره په یو ډول حتی غیر رسمی خبری که هم وی خبرو ته کینوی حتی که خبری یی سولی ته ګټه هم ونه کړی صرف کیناستل ورسره د غلامی اداری او اشغال رسمیت پیژندنه او دامریکا ژوندی پاتی کیدنه ده مګر دا چه طالبان د الله ج په مرسته ډیره لاسبری او د هیواد اتیا سلنه خلک او خاوره یی په لاس او واک کی ده او د… نور لوستل »

اجمل

بیانزیه: بیا دی څه اتی بتی شروع کړی؟ چاپلوسی هم حد لری ایا د طالبانو حکومت خلکو په خپلو سترګو ونلیده؟ اوس چی ستا په خبره طالبان 80 فیصده خاوره یی په لاس کی ده څه یی خلکو ته کړی؟ کوم سرک یی جوړ کړی، کوم کلینک، مکتب؟ سپګین او بی رحمه طالبان خلکو ولیدل خو حکومت ستا په خبره غلام ده ولی له طالبانو څخه یی ډیر ښه کارونه کړی دی چی ټول یی وینی او ته هم سترګی لری خو ړوند یی. چاپلوسه د غلام غلامه.

عبدالله

امریکی ته د سیمی هیوادونه یو سوی او په مقابل کی یی طالب سره پوره مرسته کیژی نو مجبوره ده ووزی. بله داچی تاسو وایاست ۸۰ سلنه خلگ او ساحه د طالب په لاس کی ده مبالغه علو ده. که د ۸۰ سلنه خلگو رضایت مو هدف دی بیا نو ستاسو خبری د تبصیری لیاقت هم نه لری زکه باور وکه چی د طالب او حکومت د نامه خخه دخلگو بد رازی زکه دواره ظالمان او غلامان دی خپل اولس په یو او بل نامه وژنی. خلگ دین غواری اسلامی غواری شریعت غواری حکومت غواری خو داسی په نامه شریعت… نور لوستل »

جميل

په افغانستان کی د پوره آزادی اخيسلتو او د اسلامی نظام د راوستلو چانس ډير زيات شوی .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x