اسدالله خالد د چا په  آه کې لمبه شو؟

مظلوم افغان

اسدالله خالد لمبه شو، برباد شو، په اتلس زره قامه رسوا شو، د عالم په مخکې یې پرتوګ ولوېد، د سوشل میډیا په دې زمانه کې یې د نړۍ د اته ملیارده نفوس په وړاندې د ناموسي حرامزادګۍ داسې مستند شواهد رسوا شول چې انسانان څه بلکې د خره عقل یې هم  له منلو انکار نه شي کولای. دا نو د کلمې په اصلي معنی بربادي ده، هلاکت دی او تلپاتې تباهي دي.

اسد خالد که وژل شوی وی ، ټوک ټوک شوی وای، مال او اولاد یې تباه وای او هر قسم صدمه ور رسیدلې وای، بیا به هم دومره برباد نه بلل کیده لکه نن چې برباد شو. رښتیا د الله تعالی غچ ډیر سخت دی، معاذ الله . . . پخوانیو  عارفانو به ویل:

تو مشو مغرور بر حلم خدا

دیر گیرد سخت گیرد مر ترا

وایي د الله تعالی په صبر، حلم او بردبارۍ مه مغروره کیږي، فرصت به درکړي خو وروسته به ډیر سخته سزا درکړي.

د اسد خالد نوم له تیرو اتلسو کلونو اورم، هغه وخت چې په غزني کې والي و، خلکو به ویل ټوله ورځ د غزني  ښار د جان ملکې لیسې نجونو ته سپی سپی کیږي، بیا چې کندهار ته لاړ، د یتیمو نجونو د  پالنې په نوم یې د فحشاء مرکز جوړ کړی و، چې له بې سرپرسته یتیمانو یې د امریکایانو ترجمانانې جوړې کړې. د هغه وخت څو تنو کم عمره شاعرانو او مدني فعالانو په اړه هم ویل کیدل چې اسد خالد د سکرتر په نوم د جنسي استفادې لپاره ساتل. د دغو محصلینو یو یې اوس په امریکا کې د سفارت کارمند دی. مجید قرار نه دی، یو بل یو دی چې نه غواړم دلته یي نوم ذکر کړم.

دا خو د خالد شخصي ګناهونه و، په شخصي ګناهونو کې الله تعالی له انسان سره ډیر حوصله کوي، هغه چې د الله تعالی قهر په جوش راولي د حقوق العباد تلف کول او  د انسانانو فریاد او مظلومیت دی. انسان چې هر څوک دی بنیان الرب او عیال الله بلل شوی دی. اسدالله خالد که د خپل ماموریت په لومړي دور کې فحاشۍ او خرمستۍ کولې، په دوهم ځل ماموریت کې چې د دفاع وزیر مقرر شو، نو یې ظلمونه د او د حقوق العباد تلف کول پيل کړل.

له تیر یوه کال راهیسې چې د اسدالله خالد د وزارت په موده کې په کلیوالو افغانانو څه تیر شول یو ازې الله تعالی ورباندې پوره علم لري او بس.

په کلیوالو سیمو کې څومره کورونه تباه شول، څومره میندې بورې شوې، څومره ماشومان یتیمان شول، څومره مساجد او مدارس تخریب شول، د څومره سپینو مؤمنانو په معصومو سینو کې د اسد خالد د عسکرو مرمۍ یخې شوې. څومره ناخبره مؤمنانې په خپل باعزته حریم کې د خپلو بچیانو تر څنګ په بمونو او مرمیو شهیدانې شوې او بالاخره څومره بې پرسانه وینې وبهیدې ؟؟؟؟؟؟؟؟  یوازې الله تعالی ښه خبر دی او بس.

دغه بیچاره کلیوال که د معاصر ماډرنیزم په قاموس کې مدني انسانان  نه بلل کیږي بلکې وحشیان او بدویان ورته ویل کیږي، نو د الله تعالی په نزد کې خو بشریت دی، د عیال الله او بنیان الرب له تعریفه خو نه دي وتلي. دوی که هر څوک و، که د هرې ژبې یا سیمې و، یا که هر نسبت ورته کیده، بالاخره انسانان و د الله تعالی مخلوق و او د الله تعالی د نظر او کرم له دائرې وتلي نه و.

د دوی کریغې او فریاد که بي بي سي او اشرف غني نه اورید نو الله تعالی خو اورید، الله تعالی دا هر څه لیدل او ملایکو دا هر څه په خپل دفتر کې ثبتول. دا دی بالاخره هغه ورځ راورسیده چې د دې ټولو قتلونو او ظلمونو د لومړني مسؤل اسد خالد  په وړاندې د الله تعالی قهر په جوش راغی. ښایي هیچا به هم تصور نه کاوه چې نوموړي ته به دا ډول نا اټکله سزا ورکول کیږي.

د الله تعالی هر څه له نورو جلا  او استثنایي دي، رحم یې هم بې مثاله او عذاب یا انتقام یې داسې وي چې چا یې تصور نه وي کړی.

د مظلومو افغان کلیوالو د بې دریغه مرګونو به غچ کې یې اسد خالد ته داسې عذاب ورکړ چې تر دې پورته عذاب په دې دنیا قطعا امکان نلري. که اسد خالد چا په ژوند په اور سوځولی وای هم نو هغه عذاب به تر دې اوسنۍ رسوایي سپک وای. اسدالله خالد برباد شو او تر ابدالابده، نسل په نسل د بدنامۍ او پیغور سمبول شو. معاذالله

نو اې د اسد الله خالد پيروانو!

ټامیانو!

او د اشغال او غربي دموکراسۍ ډنډور چیانو!

لږ له خدایه وویریږئ او مخکې له دې چې دغسې عالم رسوا او پرتوګ مو په لکړه شي لږ له دې واقعاتو عبرت واخلئ!

اې عسکرو، اربکیانو، سپیشل فوس او نورو نظامیانو!

په الله قسم چې د هر ظلم او تجاوز بیه به پرې کوئ. که هر څو په توره شپه او توره تیاره کې له مسلمانانو سره ظلم وکړئ، له الله تعالی ځان نه شئ خلاصولی، الله تعالی مو ویني یوه ورځ به د دې هر څه الله تعالی درڅخه پوښتنه کوي. نو مخکې له چې دالله تعالی د انتقام مورد وګرځئ له ظلم او تجاوزڅخه لاس واخلئ، مظلوم اولس مه ځوروئ او بس !

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د