د ملا برادر اخند ډیپلوماسي او سفرونه – تاریخونه او لنډ معلومات / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند چې اوس مهال د ایران په رسمي سفر تللی دی او هلته یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره هم لیدلي دي، نیژدې یو کال تر مخه د ۲۰۱۸ په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د زندان څخه ازاد شو. ملابرادر اخند په پاکستان کې په کال ۲۰۱۰ کې نیول شوی وو.

د نوموړي خلاصون وروسته تر هغه ممکن شو چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ رسمي مذاکرات وشول او ددغو مذاکراتو په پایله کې د ملا برادر اخند په شمول د پاکستان د زندان څخه د ځینو طالب مشرانو د خلاصون پرېکړه وشوه.

د روان کال ۲۰۱۹ په جنوري میاشت کې د طالبانو مشر شیخ هبة الله ملا برادر اخند خپل سیاسي مرستیال ونوماوه او هغه یې په قطر کې د سیاسي دفتر مشر هم وټاکه.

ملا برادر اخند د فروري میاشتې پر ۲۴مه نیټه د مذاکراتي ټیم د ځینو نویو غړو سره قطر ته ورسید او هلته یې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په پنځم پړاو مذاکراتو کې رسمي ګډون هم وکړ.

د امریکایانو سره تر کامیابو شپږو پړاوونو مذاکراتو وروسته ملا برادر اخند او ملګري يې وتوانېدل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړو ته قناعت ورکړي چې د افغان سولې په تړاو د خبرو اترو لپاره ددوی د مذاکراتي ټیم غړو نومونه باید د تور لیست څخه لیري شي تر څو دوی وکولای شي بهر نړۍ ته په ازاده تګ او راتګ وکړای شي او په ازاده خپل نظر د مختلفو هیوادونو سره شریک کړای شي. د تور لیست د ختمولو اړتیا هغه وخت لا زیاته شوه کله چې د کابل حکومت ازبکستان او روسیې ته د طالب مشرانو د سفر شکایت ملګرو ملتونو ته رسما وکړ.

د موقت وخت لپاره د تورلیست د ختمېدو وروسته د ملا برادر اخند په مشري بهر نړۍ ته د طالبانو رسمي سفرونه پیل شول.

که څه هم طالبانو په دغه موده کې ډیر سفرونه کړي خو دلته مونږ یوازي هغه سفرونه را اخلو چې ملا برادر اخند خپله برخه پکښي اخیستې او هر ځل یې د یوه غټ پلاوي مشري کړې.

لومړی سفر د مئي میاشتې پر ۲۷مه د روسیې پلازمینې موسکو ته وو، موسکو طالبانو ته دعوت ورکړی وو تر څو په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه او په دغه غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم ګډون کړی وو. د افغانستان له خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي، حنیف اتمر، یونس قانوني، محقق، کریم خلیلي او نورو سیاسي شخصیتونو ګډون کړی وو. د همدې غونډې وروسته په ۲۹مه نیټه بین الافغاني غونډه پلان شوې وه چې په کښي ملا برادر اخند خپله مشهوره خبره وکړه او وې ویل چې په افغانستان کې د روانې جګړې اصل لامل د امریکایانو اشغال دی، که اشغال ختم سي، سوله به هم راشي.

د ملا برادر اخند دوهم سفر ایران ته وو، دغه سفر د جون میاشتې پر دوهمه نیټه د یوه جګپوړي او لوی پلاوي په شمول په نا اعلان شوي توګه تر سره شو خو وروسته یې خبرونه رسنیو ته را ووتل.

د ایران څخه تر راګرځېدو سمدستي وروسته د یوه بل پلاوي په مشري ملا برادر اخند چین ته په یوه ځانګړې الوتکه کې د قطر څخه د چین پلازمینې پکنګ ته په نا اعلان شوي سفر ولاړ او هلته یې د چین د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزارت د نورو جګپوړو چارواکو سره ولیدل او همداسي يې د چین مختلفو ښارونو ته سفرونه وکړل. که څه هم دغه سفر اعلان شوی نه وو، خو وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت له لوري خبریالانو ته د سفر په اړه لنډ جزئیات ورکړل شول او وویل شول چې دواړه لوري د افغانستان د راتلونکي سولې او خپل منځي اړیکو په اړه غږیدلي دي.

ملا برادر اخند د جولايي میاشتې پر ۲۶مه نیټه د یوه بل جګپوړي پلاوي په مشري انډونیزیا ته سفر وکړ او هلته یې د انډونیزیا د ولسمشر مرستیال، بهرنیو چارو وزیرې، د مختلفو ولایتونو والیانو او د علماو د ټولنو د مشرانو سره ولیدل.

د اګست میاشتې پر ۷مه نیټه یې د ازبکستان پلازمینې دوشنبې ته سفر وکړ او هلته یې د بهرنیو چارو وزیر په شمول د ګڼو نورو چارواکو سره ولیدل، په دغه هیواد کې يې هم د مختلفو ښارونو څخه لیدنه وکړه او د لوی اختر لمونځ تر ادا کولو وروسته بیرته قطر ته را وګرځېد. ددې سفر ځانګړتیا دا وه چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د اتم پړاو مذاکرات روان وه او داسي تمه کېده چې نور به پای ومومي، طالبانو او امریکایانو د اختر په شپو کې هم هره ورځ تر نیژدې سهاره مذاکرات کول.

پورته سفرونه ټوله هغه وخت تر سره شوي کله چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ مذاکرات روان وه، او د طالبانو د مختلفو هیوادونو له لوري د بلنو سربېره د زیات مصروفیت له وجې معذرتونه غوښتل، سفرونه یې ځنډول او یا هم د مختلفو وجوهاتو پر اساس یې لغوه کول، لکه د امریکا، جرمني، ناروې، ترکیه، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته سفرونه د زیاتو بوختیاو او نورو وړو ستونزو له امله وځنډېدل.

کله چې طالبان او امریکایان وتوانېدل بالاخیره د نهو پړاوونو مذاکراتو وروسته یوې ابتدائي هوکړي ته ورسیږي او داسي تمه کېده چې د سپتمبر په میاشت کې به دغه توافقنامه رسما لاسلیک کیږي او پر ۲۳مه نیټه به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، د امریکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د جګړو د شدت او امریکايي عسکرو د وژل کېدو پر سر په یوه ټویټ ټول مذاکرات لغوه اعلان کړل او د جګړې د تیزولو او په زور د طالبانو د ختمولو خبر یې ورکړ.

د مذاکراتو د لغوه کېدو وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو له لوري روسیې او ایران ته سفرونه وسول چې د روسیې د سفر مشري د مذاکراتي ټیم مشر شیرمحمد عباس ستانکزي کوله او د ایران د سفر مشري د سیاسي دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفي کول.
د ایران څخه د پلاوي را ګرځېدو سمدستي وروسته د ملا برادر اخند په مشري یو بل هیئت د سپتمبر میاشتې پر ۲۲ مه نیټه چین ته سفر وکړ او هلته یې یو ځل بیا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د جګپوړو چارواکو او نورو مسؤولینو سره ولیدل.

د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم د ټرمپ ادارې له لوري او په ځانګړي ډول د خلیلزاد د ټیم له لوري بیا هم د طالبانو سره تماسونه ول، او منځګړو هیوادونو هم د خبرو د بیا پیل لپاره هڅې ګړندۍ کړې وي، چې په نتیجه کې يې یو ځل بیا ملا برادر اخند د یوه جګپوړي پلاوي په شمول د اکتوبر پر دوهمه نیټه پاکستان ته خپل ځنډول شوی سفر وکړ، او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د پوځ مشر، جګپوړو سیاسي او پوځي چارواکو سره لیدنې وکړې او همداسي يې په لومړي ځل د زلمي خلیلزاد سره په غیر علني او غیر رسمي توګه ولیدل او په همدې ملاقاتونو کې د بندیانو د تبادلې خبرې وروستی مرحلې ته ورسیدې. که څه هم د بندیانو تبادلې خبرې د مذاکراتو د لومړي پړاو څخه تر وروستي روانې وي، خو په ځانګړي ډول په دغه وخت کې يې اړتیا ځکه لیدل کېده چې کیدای شي یو ځل بیا د مذاکراتو د پیل سبب شي.

اوس چې د امریکایانو – طالبانو تر منځ (د افغان حکومت په یو قسم تفاهم) تبادله په بریالیتوب تر سره شول، د طالبانو او امریکایانو تر منځ دوه اړخیزه مذاکرات هم په غیر اعلاني توګه ورسره روان شول او داسي تمه کیږي چې ډېر ژر به نهايي مرحلې ته ورسیږي.

په خپل وروستي سفر کې چې د نومبر میاشتې پر ۲۳مه نیټه ایران ته پیل شوی، ملا برادر اخند او ورسره پلاوي یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په شمول د ایران د حکومت د ځینو جګپوړو چارواکو سره لیدنې کړې دي او دا سفر لا هم جریان لري.

د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم اوس هم د طالبانو سیاسي مشر ته د ګڼو هیوادونو له لوري بلنې ورکړل شوي دي، که یو ځل بیا طالبان په مذاکراتي بوختیاو کې بند نشي، امکان شته چې ملا برادر اخند او ملګري يې د مختلفو نورو هیوادونو څخه هم د کال په وروستی میاشتې دیسمبر کې لیدنې وکړي.

باید وویل شي چې د سفرونو سربېره په قطر هیواد کې ملا برادر اخند د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، مهمو سیاسي چارواکو، د افغانستان لپاره د اروپائي هیوادونو ځانګړیو استازو او بشري مرستندویه ټولنو مشرانو سره لیدنې کړي دي چې په اړه یې وخت په وخت د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ټویټونه کړي دي خو د اکثرو په اړه یې چوپتیا غوره بللې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
ملا برادر اخند زاده ته.
د یتیمانو،کونډو،معیوبینو،سپیین روبو،د ټول عام ولس په نماینده ګی باندی،د ستاسو ټول سیاسی مذاکراتی ټیم ته بلنه درکوو چه،
د افغانستان کلی او بانډو کی عام ولس په طرف هم سفرونه راوکړه،او یو ځل هدیرو ته هم، سره د سیاسی ټیم سر ور ښکاره کړه،
دولت مو پاس له طیارو څخه ګوری،او تاسو طالیبان مو د جګو غرو څخه.
نور مو د جنګ وس نه لرو،
ته په خپله راشه زموږ غږ وواره،