نړۍ

عراق: پارېدلو مظاهره چيانو د ایران کونسلګري سوځولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): پارېدلو مظاهره چيانو د عراق پلازمېنې بغداد په جنوب نجف ښار کې د ایران کونسلګري سوځولې ده.

پوليسو پر هغو لاريونوالو ډزې کړي، چې کونسلګرۍ ته يې د داخلېدو هڅه کوله، د پوليسو په ډزو کې يو تن وژل شوی او پنځه دېرش نور ټپيان دي.

عراقي رسنۍ وايي، د تاوتريخوالي په دې پېښه کې د ایراني کونسلګرۍ ديپلوماتانو ته زيان نه دی اوښتی او د کونسلګرۍ له وروستۍ دروازې په وتلو توانېدلي دي.

د ایراني کونسلګرۍ له سوځېدو وروسته امنيتي ځواکونو په نجف کې «کرفيو» لګولې ده.

د نجف ډېری اوسېدونکی اهل تشيع دي او هلته د ایراني کونسلګرۍ سوځېدل د دې نښه ده، چې عراق کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې په زياتېدو دي.

د تېر اکتوبر له پيله په عراق کې د اداري فساد او بې کارۍ پر خلاف مظاهرې روانې دي او لاريونوال د حکومت د استعفا او نوو ټاکنو غوښتنه کوي.

د نجف او کربلا سربېره د عراق په پلازمېنې بغداد او ګڼو ښارونو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې روانې دي، په دغو مظاهرو کې لسګونه کسان وژل شوي او له درې زرو زيات ټپيان دي.

حکومت لاريونوالو ته ډاډ ورکړی، چې خپلې غوښتنې دې حکومت ته وسپاري او حکومت به د اصلاحاتو په لړۍ کې د دوی غوښتنې هم ځای کړي، خو د دوو مياشتو په تېرېدو لا هم لاريونوال د حکومت خبره نه مني او ټينګار کوي، چې د لومړي وزير عادل عبدالمهدي حکومت بايد استعفا وکړي او نوو رڼو ټاکنو ته زمينه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x