افغانستان

د بشري حقوقو کمېسیون: فراه کې بهرنیانو ملکي وګړي بمبار کړي وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون ومنله، چې د روانې لمریزې میاشتې په دویمه نېټه په فراه ولایت کې د بهرنیانو له لوري په ملکي وګړو بمبار شوی وو.

د یاد کمېسیون له لوري خپره شوې خبرپاڼه کاږي «رپوټونه وايي چې د ۱۳۹۸ کال د ليندۍ پر ۲مه نېټه د شنبې په ورځ، د فراه ولايت د پشت‌رود ولسوالۍ د ګنج‌آباد په قريه کې، اووه ملکي خلک (۲ماشومان او ۵ سړي) وژل شوي او نور شپږ تنه (۵ سړي او ۱ماشوم) ټپيان شوي دي.»

د بشري حقونو کمېسیون ددې تر څنګ د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته دې پام وکړي.

یاده دې وي، چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۳ مه نېټه د فراه ولایت په پېشترود ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو په یوه جومات بمبار کړی وو، چې له امله یې اوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

هغه مهال حکومتي چارواکو په برید کې د ملکي وګړو وژل کېدل رد کړي وو او وژل شوي کسان یې طالبان نومولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x