افغانستان

وحید عمر: د بیجینګ بین الافغاني ناستې ته بشپړ تیاری لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په عامه او ستراتيژيکو اړیکو کې د ګډ حکومت د مشر سلاکار «وحید عمر» وايي، دوی د بجینګ بین الافغاني ناستې ته بشپړ تیاردی او په دې برخه کې ور له غاړې دنده یې سر ته رسولې.

وحید چې نن یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « موږ د بیجینګ ناستې ته بشپړ تیار یو، دا غونډه ځنډېدلی نه ده او نه هم موږ خپل ګډون پکې رد کړی، موږ په دې تړاو خپل ټول وظایف سر ته رسولي.»

د عمر په قول، دوی یادې ناستې ته د لېږل کېدونکو استازو نوملړ بشپړ کړی او د چین هیواد چارواکو ته یې سپارلی.

عمر ددې تر څنګ ګیله وکړه، چې طالبان یې زیاتره وخت د استازو لست ردوي او ددوی له لوري ورلېږل کېدونکي کسان نه مني.

د بیجینګ بین الافغاني ناسته، چې د چین هیواد په نوښت جوړېږي، د طالبانو او حکومت په ګډون ګڼ شمېر افغان سیاسیون ورته بلل شوي.

تمه وه یاده ناسته د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې وشي؛ خو د ځینو سرچینو له قوله، د حکومت دننه د ګډونوالو په سر اختلاف دا ناسته له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې.

د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» هم څو ورځې وړاندې په کابل کې یوې ناستې ته اعتراف کړی وو، چې اشرف غني نوموړی د بیجینګ په ناسته کې له ګډون راګرځولی او په ده سربېره یې د نورو ګڼو داسې کسانو د تګ مخه هم نیولې ده، چې د کرزي په خبره، شتون یې په ناسته کې ضروري وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د ایجړاګانو غلامانو غلامه اداره . مهمه نه ده چه لمړی غلام ( لمړی متفکر کرزی ) او که دوهم غلام ( دوهم متفکر غنی ) یو بل باندی د سولی په مخنیوی باندی نیوکی کوی یعنی [[ کرزی وایی غنی او غنی وایی کرزی د سولی مخالف دی ]] د دواړو خبره سمه ده دواړه د سولی مخالفت ځکه کوی چه : لمړی: دوی دواړه او د دوی ټیمونه هغه وایی او هغه کوی چه د بادارانو له خوا ورته د ویلو او کولو اجازه ورکړی شوی . دوهم: که اشغالګر مات شوی، منزوی شوی او لا د خپلو… نور لوستل »

جميل

الحمدلله ثم الحمد لله ، يو خو دا چی دا غلامان د دولت استازی نه بولی ، بل داچی د دوی په هغه ليست کی چی په ډير جنجال ، ښکنځلو او رسوائيو جوړ شویدی په هغه ليست کی هم د تبديليو واک لری . دا د الله تعالی او د ولس او خاوری خاين ګيدړان به په کومو سترګو د هغو زمريانو سره مخامخ کښينی چی د خپل خالق ، د خپل ولس او خپلی خاوری لپاره خپل نفس او مال قربانوی ، د دوی دواړو په وزن کی ډييير توپير سته . وزين ته نه ښايی چی د… نور لوستل »

جلال

چپ شه تتله خانه.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x