خالد او ملالۍ، د فحشا لړۍ؛ یوه کړۍ!

ثمرگل زمان

خواله رسنیو کې د اسدالله خالد او ملالۍ شینواري د بنډار یوه برخه اوړي را اوړي، له حیا وتلې خبرې، تر موقفونو ټيتې کیسې او تر تصور پورته لغړتوب يې ځینو هغو مینه‌والو ته چې فکر کوي د اسدالله خالد تر سرپرستۍ لپاره جنګېدونکي ځوانان د امریکايي پروژې قربانیان نه؛ بلکې «سرتېري» دي، نه منونکې ښکارېږي که خدایزده هڅه کوي چې ځان دغسې ناپامه واچوي.

دوی فکر کوي چې د دوی د ټولو په نوم مشرانو باید مستند واقعات خپاره وروسته يې بیا په اړه قضاوت وشي، خو دوی هغه موقف، هغه حالت، هغه ظاهري چلند، هغه ادارې هغوی شرایطو او قراینو ته نه ګوري چې که اسناد وي کنه؛ لیدونکي متیقین کوي چې دلته څومره حالت ګډوډ روان دی.

څو کاله وړاندې پلازمېنه کابل کې میتودیک افغانستان دفتر کې د ښځو د حقونو اړوند غونډه کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله اعتراف وکړ چې دولتي ادارو کې فحشا اوج ته رسېدلې او زموږ ښځینه همکارانې له جنسي ځورونې شکایتونه کوي.

سږکال په ارګ کې د جنسي اړیکو رسوايي، د فوټبال فدراسیون کې جنسي رسوايي او تازه بیا د ملالۍ شینوارې او اسدالله خالد د فحشايۍ تازه کلیپونه راوتل دا باور لا پخوي چې د کوم نظام اساس امریکا ايښی وي، هلته خو اسلام پرېږده د عادي ټولنیزو اخلاقو تمه هم نه شي کېدلی.

یوه ټاپه، یو جواب!

اسدالله خالد د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ ته منسوب دی، د امریکايي ادارې په راتګ سره هغه د غزني ولایت هم وکړ، په یاد ولایت کې يې د فحاشۍ کیسې هغه وخت دومره په اوج کې وې چې حتی د پوهنې د هغه وخت رییسه فاطمه مشتاق او ښارته څېرمه د نجونو دوه لېسې، جهان ملکه او شهر کهنه د اسدالله خالد د خسر خېلو په ادرسونو مشهور و، چې بې له ناغې به يې په اوونۍ کې دوه ځله سر ورښکاره کاوه، د ولایتي شورا د یو وکیل کور يې یو بل د فحشايۍ ادرس و.

خو اوس څو ورځې وړاندې هغه ګواښ وکړ چې که هر څوک د ټاکنو په نامه روانه ډرامه بحراني کېدو ته کش کړي، پوځ به يې په پوره توان مخې ته ودرېږې، له دې ګواښ څو ورځې وروسته دا دی د هغه او د ملالۍ تازه ټوټه نندارې ته وړاندې کېږي، ځینې پلویان يې په دې نندارې د دسیسې ټاپه وهي!

دسیسه له حقوقي اړخه هغه پروسه ده چې یو څوک مقابل لوری په داسې دام کې ښکېلوي چې اصلاً هغه دام هغسې نه وي، یعنې په لوی لاس یوه پېښه ورته جوړوي او بیا غواړي فشار پرې واچوي او خپله دعوه پرې ومني، خو د اسدالله خالد او ملالۍ دا نوې ټپې د کرزي د وخت دي، هغه وخت چې اسدالله خالد به لا ښايي خصي شوی نه و او ملالۍ هم د امریکايي ډیموکراسۍ هوا تازه په مستۍ راوستې وه، نو د هغه وخت اسناد اوس را پورته کول دسیسه نه شي کېدلی، خو موږ ته يې د څېرې په لا بربنډتیا کې مرسته وکړه او «جنګ سګها خیر فقیرا» شو او لا دا تمه کېږي چې دا امریکايي لاسپوڅي به همداسې د یو بل له ضده د یو بل پرتوګونه د یو بل څټونو کې تړي او نړۍ او قام ته به لغړ او مختوري درېږی. ان‌شاءالله

یو اعتراف!

د دې ادارې اساس پر ناروا اېښودل شوی او دلته چې د اشغال پل وي نو د هر ډول کفر تمه بې ځایه نه ده، یو وخت د روزګان وژل شوي وکیل عبیدالله بارکزي د ژوندون تلویزون انګړې کې غونډه کې وژړل، وايي یو ځای کې له یوې غونډې راووتم چې لمونځ وکړم، نو مې څادر لاس کې دی او عسکر ته مې وویل چې تر دې کوچنۍ دروازه به تېر شم هلته به میداني کې لمونځ وکړم، چې کوچنۍ دروازه مې خلاصه کړ، افغانې پېغلې په نېکر او سینه بند کې له امریکایی عسکرو سره په ساعتېري اخته دي، څوک فوټبال کوي، څوک غېږو کې پراته دي، څوک ولیبال کې، عسکر درب دروازه پورې کړه، زما سترګو کې اوښکې راغلې عسکر هم راسره په ژړا شو، وايي وکیل صاحب دا که دې تر دې نادرې ولېدلې!

خو له دې عسکر سره دومره وجدان نه و، چې دی د یو څو پیسو مقابل کې د همدې خور فروشۍ امنیت نیسي، له دې مثاله که شاته لاړ شو، ولایتو او د ولسوالیو په کچه وګورو، نو هر ولایت کې ښځينه همکارانې یوازې د جنسي ساعتېرې الې دي، د ولایت مقام له شرابو پرته بد ښکاري، یو وخت د کندهار خبریال خالد هادي د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور د کارکوونکو دواخان منیه پال او نورو عکسونه خپاره کړي و، چې بوتلې ورسره دي او نشه وضعیت کې دي، دا نو ډېر لوی بد کار بلل کېده، خو اوس په هر ولایت کې د لوړپوړو مېلمنو لپاره، چرس، شراب، پوډر، ټابلیټ کا، نجونې او هلکان یو نقد شرط دی!

که بیا چېرته بهرني مېلمانه پرې پېښ شي بیا نو د ولایت د مېلمستون واک له دوی سره کېږي زیاتې د ګیلې ځای نه پاتې کېږي، نو مهمه نه ده چې د هرې ناروا لپاره موږ ویډیو یا غږیز کلیپ سند وګرځو، بلکې باید اعتراف وکړو چې څوک د کفر صف کې درېږي له هغه د ګناه نه؛ بلکې د کفر د هرې ناروا تمه کېږي!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

خالد دیر عیاش او پست شخص دی، کندهار او غزنی کی یی دیری عیاشی وکری. بس سوک چی خپل تناسلی اله د ناروا خخه نشی ساتلی هغه به توله ملک سنگه وساتی. ویل کیژی خور یی زلمی خلیلزاده اندیواله ده نو زوروره واسطه لری. دا سری کرزی خاین را پورته کر چی نه علمیت لری او نه شخصیت.

پتنګ
میلمه
پتنګ

هغه خالد ښکلی هلک وو د سیاف د قومندانانو بچه بیریش وو او هغه کوم شخصیت نلري ! !
له امریکایانو سره یې اربکیان جوړ کړل او نور یې ډیر ظلمونه کړي دي . داسې کارونه دروان شناسي له نظره هغه څوک کوي چې په هلکتوب کې تیری پرې شوی وی او هلکتوب یې ضربه خوړلې وي !!