یوه رایه واچوه دوه خېژي

مصدق اکرم اسحق زی

دیموکراسي او د افغانستان کړکېچن حالت یو پر بل خپلې اغېزې ښېندي، دغه دوه حالت په هېواد کې یو د بل پر ضد کارول کېږي او نه پرېښودل کېږي، چې خپل اصلي یا قانونمند حالت رامنځته  کړي او د خلکو رېښتینې اراده تمثیل او خپل راتلونکی وټاکي.

دا چې د دیموکراسۍ له نوم او معنا سره مونږ ټول هېوادوال اشنا یوو نو پکار نه ده چې په اړه یې په تفصلي شکل سره خبرې وشي، خو دغه اصطلاح اوسمهال زمونږ له ژوند سره تړلې ده او زمونږ ورځنۍ ټول چارې پر همدې اصطلاح روانه، ملاتړې او خپل غږ پورته کولو وسیله شوې.

دیموکراسۍ پر مټ مونږ د بیان ازادۍ، د انتخاب کېدو او انتخابېدو، د ظالم پر وړاندې د مظلوم غږ وچتول، د عدالت تامینول، د افرادو ترمنځ د قومي، ژبني، سمتي، رنګ، مذهب، دین، حقوقو او وجایبو تعصب او تعبیض منعه او خپل غږ وچتولۍ شوو، چې په دغه برخه کې د اسلام مقدس دین له ټولو نړیوالو قوانینو څخه مخکې په دغې برخو کې په تفصلي رڼا اچولې او بحث پرې شوی او ډېر نړیوال قوانین ترې منشاء اخېستې.

په دیموکراتیکو نظامونو کې ولسونه په هر ډول حالتو کې بیا خصوصآ د افغانستان په څېر بدو حالتو کې چې د ژوند خطر سره مستقیمآ مخامخ دي او د خپل ژوند په قیمت د سرنوشت ټاکلو په خاطر د رایه اچولو صندقونو ته ورځي او خپله پاکه رایه کاروي، خو با وجود ددې چې امنیتي او تحدیدي حالتو سره رایه کاروي ددوې پر رایو ملنډې او یا هم د رایو په سرنوشت یې لوبې کېږي او په میاشتو، میاشتو  د رایه ورکوونکو د ارزښمندې رایې نتیجه نه ښکاري او علاوه ددې چې نتیجه معلومه نه وي بلکې( د یوې رایې ورکولو وروسته له یو صندوقه څخه دوه سرونه خېژي) او د هېواد حالت یو بل بحران خواته وړل کېږي او حکومت دوه سری شي او د حکومت داخلي دستګاه له یو لوی ستونزې سره مخامخ شي او د فساد کچه ورځ تربلې په لوړېدو شي، قوانین پخپله برخه کې نه تطبیق کېږي، بډې اخیستل عام شي او د شایسته سلارۍ استخدام پېسه او واسطه سالاري شي.

ولسونه نور له دغسې حالتو ستړي او د هېواد وریجن اوضاع خلک مجبور کړي تر څو له خپلې شتمنۍ سره یو ځای له هېواده مهاجر او د خپلې کورنۍ سره یو ځای د ژوند کولو یو ښه او خوشحاله ځای غوره کړي.

د هېواد له مخورو سیاسیونو او مشرانو څخه د ټولو هېوادوالو ستره غوښتنه داده، چې د قانون تطبیق په برخه کې صادقه واوسئ او پرېږدئ چې د خلکو رېښتبنې اراده تمثیل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د