افغانستان

عبدالله عبدالله د «فساد ضد» لاریونونو غږ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، له خپل حق دفاع کوي او نه پرېږدي ځیني کسان د افغانستان د خلګو اراده د فساد ښکار کړي.

عبدالله عبدالله په خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي، چې د افغانستان خلګو د دیموکراسۍ د ودې په موخه په خطرناکو شرایطو کې رایه ورکړه؛ خو اوس د ټاکنو په پروسه کې فساد اوج ته رسېدلی؛ نو ځکه خلګو ته ښایي، له خپلو رایو څخه د دفاع په موخه له ټولو سوله ییزو لارو کار واخلي.

نوموړي زیاته کړې « د افغانستان له غیور او عزتمن ملت څخه صمیمانه هیله لرم، چې په سوله ییزو لاریونونو کې د ګڼ شرکت له لارې د ټاکنو کمېسیون، مفسدو جریانونو او پلویانو ته یې وښايي؛ د افغانستان خلګ نور تقلبي حکومت نه مني.»

د عبدالله په قول، لاریونونه به سبا د جمعې په ورځ د سهار له اتو بجو وروسته پيل او په پای کې به یې پرېکړه لیک لوستل کېږي.


عبدالله عبدالله داسې مهال د فساد ضد لاریونونو غږ کوي، چې د ټاکنو کمېسیون وایي، په ګڼو ولایتونو کې یې د رایو د بیا ځلې شمېرنې پروسه پای ته رسولې او ددې بهیر له پای ته رسېدلو وروسته لومړنۍ پایلې اعلانوي.

د رایو د بیا ځلې شمېرنې د بهیر له پيله تر دې دمه د عبدالله عبدالله ټیم یاد بهیر تحریم کړی او غیر قانوني یې بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mujahid

سګ برادر شغال هست. د عبدالله دا خبره چه وایی افغانستان کی فساد ، او غلام غنی له کرزی وروسته د اشغالګرو کرمل او لا شاهشجاع دی. مګر دا یی هیره کړی چه عبدالله څوک دی نوری به هیری کړو همدغه تیره دوره کی جان کیری په دواړو نکاح ونه تړله لکه دوه بنی یی دواړه د ارګ په پالنګ ښکته او پورته نه کړی ( بخښنه کوی ) په هغو د الله ج لعنت وریږی چه اشغال هیواد کی د ټاکنو نوم اخلی، د اشغالګرو له خوا چه کومی ټاکنی ترسره کیدلی هغه په مظلوم او اشغال شوی اولس… نور لوستل »

اجمل

طلایی موقع نده ځان وژنکوته؟

اجمل

غله هم منډی وهلی چی مه پریږدی چی غل دی. د عبدالله په تیم کی ټول هغه بی ناموسه فساد پیشه ګان را ټول شوی چی د افغانستان په تاریخ کی څاری نلری.

دوکتور غروال

دده قاتل ، جاسوس او فاسد پزه د خوګ پزی په شان دی نو دده ټولی کړنی تر اوسه پوری د خوګانو په څیر دی او دا خوګ او ځناور جان کیری په کومک او د دوهم متفکر ؟ فوری تسلیمیدلو له کبله ئي ځان ته د اجرایه ریئس لقب واخیست ، دا خائين اوس بیا د کوڅائي غپا شروع کړی دی چی دوباره د ی خوګ ته جلاالتمأب وویل شی ، بلی د ظالمو اجنبیانومستعمره کښي دداسی خوګانو حکمرانی وی !!!!

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x