د فکر له سنګره “دوهمه برخه”

قدرت الله “جواد”

په هېواد مو روسي ښکیلاک یرغل وکړ، کمونستان د وحشت خپرونکو جنګي الوتکو تر وزرو لاندې په ټانګو سپاره راغلل پر وطن مو سور قیامت جوړ شو، بمبارد یې کړو، د اشرارو په نوم، د مسلمانۍ په تور، د بې وسۍ په حالت کې، په تړلیو لاسونو، د خاد خدای ناترسه بریتورو په دومره جبر او ظلم شهیدان کړو چې د مظلومیت چیغې او کړیږې مو اسمان ته په رسا وې، د یوې کلیمې اوعقیدې په خاطر د لینن او ستالین د فکري غلامانو د پوچو سیاستونو په نتیجه کې د پلېګون سیمه زمونږ په هدیرې بدله شوه.

مونږ هم د یرغل پر وړاندې ودریدو، په میلینونو ځوانان مو شهیدان او ټپیان شول، د هېواد په هر در او ګودر د یتیمانو او کونډو د مظلومیت د سپیڅلو آهونو وړانګې خپرې وې، ودان هېواد مو په داسې کنډواله کور بدل شو چې د تباهۍ ګواهي یې له ورایه ویله….

د ستر ثبات او استقامت په نتیجه کې مو روسي ښکیلاک ته تاریخي ماته ور کړه، د ګران هېواد ترڅنګ مو د اسلامي نړۍ ملتونه د دې ښامار له خوراکه وژغورل، خو بیاهم د اسلامي نظام له مضایاوو څخه برخمن نشوو، که څه هم استعمار خپل نظامي شتون ته د پای ټکی کېښود، خو په فکري میدان کې یې مونږ ته کافي د لسټوني ماران روزلي وو، چې د وخت د اړتیا سره سم په مختلفو رنګونو رنګیدل او په کامل مکر سره یې هېواد هغه لوري ته صوق که، د کوم لپاره چې روسي ښکیلاک هر راز قرباني ورکړه او کامیاب نشو،

مکار غلامان د ځینو نا اهله او نالوسته تش په نامه مجتهدو او مصنفو رهبرانو په ذهنیتونو دومره مسلط شول چې د مروت ټول حدود یې پرې کراس، د هېواد مصالح او د ملت ژوند یې د واک او څوکۍ څخه قربان کړ، هغوی لوبه په ډیر مهارت روانه کړې وه، هغه لاسته راوړنې چې په زیارونو علماء کرامو او افغان ملت ترلاسه کړې وې د همدې فکري غلامانو د اهدافو قرباني شوې او په دې باب د هغو مشرانو علماء کرامو نصیحتونو ته هیڅ اعتنا ونشوه چاچې د جهاد په دوران کې تر بل هر رهبر زیاته قرباني ورکړې وه.

دلته په دې بحث نه کوم چې د احزابو خپل مینځي جګړې کې مو هېواد څومره متضرر شو، او ملت مو د کومو بشر بګنوونکو کړنو سره لاس او ګرېوان شو ځکه دا موضوع روښانه ده، خبره داده چې دغه ټولې ناخوالې به مختلف فکتورونه لري، زما په اند یې ترټولو ستر لامل همدا موکه پال، بې دیسیپلینه، بې وزمه، بې ضمیره، بې درکه فکري غلامان دي، چاچې عقیده او فکره وپلوره، چاچې دیني او ملي ارزښتونه لېلام کړل، چاچې د اسلام اساسات او مبادئ تر پښولاندې او د جهاد مفهوم په تمسخر ونیوه،
دې غلام خصلته موجوداتو پرون د کمونیزم دسترخوان ته پرلتۍ وهلې وې نن د امریکا په اخور شخند وهي، پرون یې د خاد په نوم د افغان وژنې یوه اینجسۍ درلوده، نن یې د ملي امنیت تر عنوان لاندې د افغان وژنې تړون د یهودو سره کړی.

شاعر څه ښه ویلي!

نن یې نوی سینګار کړی دی پوهیږم
زوړ شعار یې بدل کړی دی پوهیږم
معرکه د خیانت نه ده، نو څه ده؟
چې مظلوم یې غولولی دی پوهېږم.

په نهایت کې ویلی شو چې فکري جګړه په مسلسل ډول یرغلونه زیږوي، فکري غلامان دې چې ظالمان د استعمار لپاره خپلو هېوادونو ته وربلي او ملتونه ورته تسخیروي، باید دا دروازه بنده شي همدا وقایه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

ان شاءالله دا دروازه به د اسلامې امارت په راتلو ، د تل لپاره وتړل شې او دا راز خلک به داسي سر کوزې ، په ډار او وهم که ګرځې ، لکه د کمونستان د رژیم له ورانیدو پس .ښه می په یاډ دې چې دوي په څه حال کې ول ، ساه تری نه ختو ، خو په خواشیني سره لازمه ده ووایم ، چې د تنظیمونو خپل منځې جګړو او بیا د دوی له خوا امریکایانو ته د یرغل موقع برابرول، هماغه ول چې سابقنې فکرې ګوډاکیانو ته هم زمینه برابره او بیایي د خپل په وينو… نور لوستل »