ورزش

برسلونا د میسي په مرسته د چمپینز لیګ دویم پړاو ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ د شپږمې ورځې په سیالیو په لړ کې د برسلونا لوبډله د لیونل میسي په زړه پورې لوبې سره دویم پړاو ته لار وموندله.

برسلونا لوبډلې د خپلې سیال لوبډلې بروسیا ډوتمنډ پر وړاندې ۳ ګولونه ووهل چې میسي په درې واړ ګولونو کې ښکېل و.

۳۲ کلن لیونل میسي چې د برسلونا کلب لپاره یې ۷۰۰مه لوبه ترسره کوله، په دغه لوبه کې یو ګول وواهه او دوه یې ګول پاسونه وکړل.

په دغه ګروپي سیالۍ کې چې د برسلونا په کوربه توب د کامپ ناو په ستر لوبغالي کې ترسره شوه، برسلونا په ۳-۱ بریا خپله کړه، دوی دوه ګولونه په لومړۍ نیمایي او یو ګول په دویمه نیمایي کې وواهه، لومړی ګول لویس سواریز د میسي په مرسته، دویم میسي او دریم ګول انتوني ګریزمن د میسي په مرسته وواهه.

لیونل میسي د برسلونا لپاره ۷۰۰ لوبې بشپړې کړې چې ۶۱۳ یې ګولونه وهلي او ۲۶۴ واره یې ګول پاسونه کړي، نوموړی د فوټبال په تاریخ کې سیال نه لري او ورځ تر بلې یې ریکارډونه پراخه کیږي.

بل پلو ته د چیلسي او والنسیا لوبډلو لوبه ۲-۲ او د لیورپول او ناپولي لوبه ۱-۱ مساوي شوه، ایاکس او انټر میلان لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x