ورزش

کرېکټ: افغان لوبډله په ټیسټ لوبه کې د ماتې په درشل کې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ لوبډله د ویسټ انډيز پر وړاندې ټيسټ سیالۍ ترسره کوي چې د دوه ورځو په ترسره کېدو افغان لوبډله له جدي ستونزو سره مخ ده.

افغان لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ یا اننګز کې ۱۰۷ منډې جوړې کړي او ۷ لوبغاړي یې سوزیدلي چې تر دې دمه یوازې ۱۹ منډې وړاندې والی لري.

جاوید احمدي په یاده لوبه کې یوازینی لوبغاړی دی چې نیمه سلیزه یې ووهله، خو د دویمې ورځې په وروستي توپ یې خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

افغان لوبډله به سبا په دریمه ورځ لوبې ته دوام ورکوي او ویسټ انډيز لوبډلې ته به هدف ټاکي، افسر ځاځی ناسوزېدلی ولاړ دی، چې راشد خان به ورسره لوبه پېل کوي.

د افغانستان لخوا یو وار بیا اصغر افغان، رحمت شاه او ناصر جمال په بشپړ ډول ناکام شول، چې اصغر او رحمت صفر-صفر او ناصر جمال ۱۷ منډې وکړې.

د ویسټ انډيز لخوا سوکه توپ اچونکي رکیم کورنوال په لومړۍ پاڼۍ کې ۷ او په دویمه پاڼۍ کې تر دې دمه ۳ لوبغاړي سوزولي دي.

په توپ اچونه کې د افغانستان لخوا حمزه هوتک په خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوزول، نوموړي دغه راز په توپ وهنه کې هم ۳۴ منډې جوړې کړې وې.

د يادولو ده چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١٨٧ او ويسټ انډيز په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٧٧ منډې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x