افغانستان

روسیه: بهرنیان دې په افغانستان کې د خپلو عسکرو جنګي جرمونه نه پټوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ورسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د غربي حکومتونو له لوري د جنګي جرمونو د ارقامو پټ ساتل د زغم وړ نه دي.

دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» کړې، نوموړې ویلي « موږ په افغانستان کې د ملکي وګړو  په وړاندې جنګي جرمونه په کلکه غندو او د برتانیې او نیوزلینډ له ادارو هیله لرو، چې خپلې څېړنې بشپړې او ددې جرمونو تر شاه حقایق راوسپړي؛ تر څو ټولو ته انصاف ورسېږي.»

نوموړې ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې بهرني پوځیان باید د جنګي جرمونو مخنیوی وکړي، ځکه په خبره یې، له دې کار پرته د نړیوال تروریزم په وړاندې بریا ناشونې ده.

یاده دې وي، چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د جنګي جرمونو کیسې لومړۍ نه دي، بهرنیانو په افغانستان کې په بیا، بیا د خپلو ټوپکو شپیلۍ پر ملکي وګړو ور اړولې؛ خو تر دې دمه ددې ډول پېښو قربانیانو ته هیڅ انصاف نه دی رسېدلی.

څه موده وړاندې کله چې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې وغوښتل، یاد جرمونه وپلټي د امریکایي چارواکو له لوري ورته سخت ګواښونه وشول.

په ورته وخت کې، کابو یوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر هغه دوه پوځي چارواکي هم وبښل، چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن وو او امریکایي محکمو ورته د بند سزا اورولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تر جنګی کوچنیو جرمو دا لوی نړیوال جرم دی چه د جنګ کولو د پاره د سپټمبر د فاجعی ( غلا، دروغو او درغلیو ) په رامنځته کولو لمړی د خپلو ناخبرو او بی ګناه څه کم دری زرو امریکایانو زوند واخلی او په غچ اخستنه او بهانه یی په زرونو نور غریب اروبایان او امریکایان او په میلونو مسلمانان قربانی کړی او دغه جنګ ته هم د صلیبی او هم د تروریزم نوم ورکړی راق او افغانستان اشغال کړی دغه اشغال لوی جنګی جرم دی لمړی باید ددغه ډول اشغالو ( جنګی جرمو ) مخه ونیول شی چه پرون… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x